سپوږمیز(قمري)کلیزه رواج ساتل واجب ده

پوښتنه :دقمري اوشمسی کلیزې څه حیثیت ده؟

الجواب حامداومصلیا :سپوږمیز(قمری)کلیزه (سنه) رواج اوپاته ساتل واجب ده،ځکه چي اسلامي احکام په سپوږمیز کال،میاشت اوتاریخ پوري اړه لري. لمونځ،روژه،حج،زکاة،عده اونوراسلامي فرائض اواحکاموکي قمري نېټه غوره کړل شوې ده.فقهاؤدقمري نېټې پاته ساتل پرمسلمانانوفرض کفایي ګڼلی ده،په دې معنانه چي لمریز(شمسي) نېټه کارول نارواده،بلکه کولای شئ چي خپل راشه درشه اوراکړه ورکړه کي لمریز(شمسي)نېټه وکاروئ.(لنډیز:سورة یونس،آیت:5 ،تفسیر معارف القرآن)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.