نظــر

فکر نه کوم چې، مصری ولس به نهېلی او د عسکر امر ومنی

ژباړن: احمد جرس

څو ځل مې ويلي چې، مصر د يوې سترې عملي پروژې په درشل کې و چې، پوره شوې وای نو د نړۍ څلورمې برخې د مرستې لپاره يې کفايت کاوه.

که دغه پلان او پروژې په اروپا کې وای نو هغوی به دا کار ملي او نړيوال کړی وای، ولې دلته دا سترې پروژې په يو افريقايي هيواد مصر کې وې.
له همدې امله د هيواد فاسدو وګړو او پوځي ديکتاتور د ولس په رايو د ټاکل شوي حکومت تخته نسکوره کړه، مخکې له دې ولس يې د پروژو عملي برخه او نتيجه وګوري.
ډېری خلکو فکر کاوه چې، مرسي يو کمزوری شخصيت وه. بيخي سمه ده چې، مرسي کمزوری سړی وه، خو د خپل ولس په مقابل کې؛

ځکه لوديځې نړۍ يې په پريکړو او پاليسيو کې هيڅ شک او کمزوري ونه ليدله، په ځانګړې توګه د سينا په اړه د مرسي پريکړه چې، ويې ويل چې،هر قيمت وي په سينا کې به امنيت راولي.
د ده همدا پلانو او اوږ مهاله پروژو نړۍ انديښمنه کړه.
د ده دا کارونه د ټول وياړ او ستاينې وړ دي. زه دې خبرې ته ډېر حيران يم چې، ځينې مصريان وايي چې، مرسي جاسوس وه، سينا او مصري اهرامات يې خرڅ کړي وه.
دا ټولې هغه بې بنسټه اوازې وې چې، د څو ډوډۍ غپو له خولې خپريدې او هغو رسنيو او ژورناليستانو خپرولې چې، خپل شخصيتونه او ضميرونه يې په شیطان پلورلي وو.
ټول خلک په دې هيښ شول چې، مرسي او ټول نظام پر خلاف يې د اداري، اخلاقي او ټولينز فساد يوه دوسيه هم نشوه رسمي، سره له دې ديکتاتور کودتايي رژيم تر خپله وسه کوښښ وکړ چې، د دوی پر خلاف د فساد يوه قضيه را پيدا کړي.
مرسي له خپلې چوکۍ هم هيڅ شخصي ګټه پورته نکړه او نه خپلې کورنۍ او دوستانو ته له خپل واکه په استفاده کومه ځانګړې ګټه ورسوله.
مرسي د خپلې کورنۍ او فاميل خرڅ له خپل جيبه کاوه او د حکومت پيسې يې نه پرې مصرفولې.
دغه صفتونه يوازې په سترو ليډرانو کې پيدا کيږي او محمد مرسي د تاريخ په پاڼو کې ځان د سترو ليډرانو په کتار کې راوست.
شپې ورځې تېريږي، په مصر کې نه امنيت شته، نه پرمختګ، نه ديموکراسي او ازادي، نه دولت شته او نه قيادت.
اداري جوړښت له منځه تللی، د حکومت هدف ورک دی چې، بايد څه وکړي. د کودتا رژيم او پلويان يې په خپلو کې هم سره په هيڅ شي ندي متفق، مګر د مرسي په راپرځولو او د ده د پروژو په له منځه وړلو کې؛ ځکه چې، که د مرسي حکومت پر ځای پاتې وای او دغه پلانونه يې عملي شوي وای نو د ده حکومت به د اتو کالو لپاره غزيده او دومره وخت کې مصر د نړۍ د سترو هيوادونو په کتار کې دريده.
مصر اوس د بې فکره او بې ضميره کوڅه ډبو لاس ته پريوتی چې، د پوځي کودتا له لارې يې ځانونه حکومت ته رسولی او يو يې هم داسې څوک نشته چې، د هيواد د راتلونکې په اړه دې څه ځانګړی پلان او فکر ولري.
زه له تاسې ټولو مصريانو جدي غوښتنه کوم چې، خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ تر څو د کودتا رژيم رانسکور کړئ. د رسنيو او ژورناليستانو په خبرو خطا نشئ، ځکه چې، دوی د کودتايي رژيم له چارواکو هم ډېر خطرناک دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x