«د کندوز روغتون» ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۶):د کندوز حوزوي روغتون ډاکټرانو نن کاري اعتصاب کړی او له امنیتي چارواکو غواړي، چې د دې روغتون د یوه ډاکټر زوی د تښتونکو له منګولو وژغوري.

د دغه روغتون ډاکټران وايي، د تېرې چارشنبې په ورځ د ډاکټر عبدالستار غفور شپږ کلن زوی عبدالقادر نامعلومه کسانو تښتولی او تراوسه د تښتونکو سره دی.

دوی وايي، تر څو چې امنیتي چارواکو د دغه روغتون د یوه ډاکټر زوی د تښتونکو له منګولو نه وي ژغورلی، تر هغه وخته به کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.

ډاکټر ستار غفور وايي، د تېرې چارشنبې په ورځ یې زوی له ښوونځي نه کور ته روان و، چې نامعلومه وسله والو وتښتاوه او اوس یې په بدل کې ډېرې پیسې غواړي؛ خو دی نه دومره پیسې لري چې تښتونکو ته یې ورکړي او نه د کندوز پولیس یې د خلاصون هڅه کوي.

د کندوز د روغتون د کاري اعتصاب په اړه د کندوز امنیه قومندانۍ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو په روانه میاشت کې په فراه او هلمند کې هغه خلک په عام محضر کې اعدام کړل، چې ماشومان به یې تښتول او په بدل کې به یې له کورنیو پیسې غوښتي.

په هغو سیمو کې چې طالبان حاکم دي اوس د تښتونې پېښې کمې شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګل محمد وزيري
میلمه
ګل محمد وزيري

دملي وحدت په نامه ناکامه او تپل شوي حکومت واقعا دافغانانو سر, مال اوعزت نه شي ساتلی په وار وار داثابته شوي ده چه حاکمه اداره په اولس دحکومت کولو توان نلري.خو داوسني فاسد نظام مشران دامريکايانو په تشو وعدو غوليدلي دي .افغان اولس به تر څه وخته پوري انتظار کي وي.ښه به داوي چه په عزت سره داحکومت وافغان اولس اود افغان اولس رشتينو نمايندګانو ته ورپريژدي.