خبرونه

مشرانو جرګه کې لفظي شخړه په فزیکي شخړې واوښته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۶):په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې لفظي شخړې کومه نوې خبره نه ده او دغه لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې روانه ده؛ خو نن په مشرانو جرګه کې یو ځوان سناتور یو سپین ږیری سناتور په سوکانو وواهه.

نن د مشرانو جرګې په غونډه کې د کندهار ولایت استازي رحمت الله اڅکزي د اروزګان ولایت استازي محمد حنیف حنفي لومړی د اوبو پر بوتل وویشت او وروسته یې خبره تر فزیکي شخړې ورسېده.

په مشرانو جرګه کې د پکتیا ولایت استازی بازمحمد زرمتی وايي، نن د مشرانو جرګه کې د لویې جرګې د رابللو او د افغانستان په سرحدي سیمو کې پر روانو موضوعاتو بحث روان وو، چې د رحمت الله اڅکزي او محمد حنیف حنفي ترمنځ خبره واوښته او یو بل ته یې سپکې سپورې وویلې.

د زرمتي په خبره، اڅکزي پر حنفي لومړی د اوبو بوتل ګوزار کړ او وروسته یې یو بل له ګرېوانونو ونیول.

ده په مشرانو جرګه کې دغه حالت د اندېښنې وړ وباله او د مشرانو جرګې له رییس یې وغوښتل، چې جدي اقدام وکړي.

محمد حنیف حنفي وايي، که مشرانو جرګه یې پوښتنه ونه کړي، نو دی به خپل غچ د مشرانو جرګې له ودانۍ بهر واخلي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار دغه حالت د شرم وړ وباله او په خبره یې چې دا ولسي جرګه نه ده، چې لفظي شخړې په فزیکې شخړو اوړي او خبره تر سپکاوي رسېږي.

مسلمیار حنفي ته ډاډ ورکړ، چې له اڅکزي به ددې کار پوښتنه وکړي او په راتلونکو ناستو کې به د ګډون حق ورنه کړي.

نن ځینو رسنیو د مشرانو جرګې د غونډې بهیر په ژوندۍ بڼه خپراوه؛ خو د شخړې پر وخت ټولې رسنۍ خاموشه کړای شوې.

په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې لفظي او فزیکي شخړې له دې وړاندې هم شوي او عام خلک د وکیلانو ترمنځ دا ډول چلن د شرم کار بولي.

د دوی په خبره، دواړه جرګې باید د هېواد پر اساسي موضوعاتو بحث وکړي، نه چې وکیلان یو بل له ګرېوانونو ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x