دیني، سیرت او تاریخ

استخاره

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې یو انسان د یو داسې کار اراده لري چې دی د هغه د خیر او شر په اړه ټینګه فیصله نشي کولی نو پداسې حالت کې استخاره کول هم سنت دي.

استخاره به څنګه کوي؟ په یوه حدیث کې یې طریقه او هغه دعاء چې د استخارې په وخت کې ویل کیږي ذکر شوي دي د حضرت جابر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي مونږ ته به رسول الله صلی الله علیه وسلم استخاره په هر کار کې را ښوده داسې به یې را ښوده لکه د قرآن کریم کوم سورة چې مونږ ته را ښيي فرمایل به یې : کله چې په تاسې کې چا د کوم کار اراده وکوله نو د فرضو نه بغیر د دوه رکعته مونځ وکوي بیا د ووايي :

اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ العَظِيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلاَ أَقْدِرُ، وَتَعْلَمُ وَلاَ أَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ خَيْرٌ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي فَاقْدُرْهُ لِي وَيَسِّرْهُ لِي، ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ، وَاقْدُرْ لِي الخَيْرَ حَيْثُ كَانَ، ثُمَّ أَرْضِنِي. صحیح البخاري

خلاصه :

د استخارې لپاره به اودس وکوي

دوه رکعته نفل مونځ به وکوي

بیا به پورته یاده شوې دعاء ووايي (که چېرته کولی شي نو د هَذَا الأَمْرَ پر ځای به هغه کار یاد کړي چې دی ورته استخاره کول غواړي) او که نشي کولی نو همدا دعاء د پوره ووايي .

نو ددېنه وروسته امید دی چې الله جل جلاله هغه کار ده ته اسان کړي چې دده پکې خیر وي د استخارې نه وروسته خوب لیدل ، یا څه نښې ښکاره کېدل ضروري نه دي .

نکته : که چېرته انسان معذور وي مونځ نشی کولی لکه زنانه په حیض یا نفاس کې ، او یا د بلې کومې وجې نه انسان نشي کولی مونځ وکوي نو علماوو ویلي دي چې دا دعاء بغیر د مانځه نه هم ویلی شي .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل محمد وزيري

دعبدالغفار جبير صاحب په هکله هيڅ معلومات نلرم چه نوموړي عالم دحکومت تر نيولو وروسته ازاد شو او که نه دي ازاد شوي. الله دي دټولو مسلمانانو حفاظت وکړي. دنن تکي اسيا سايت دوهم ځلي هيڅ معلومات خپاره نکړل چه د جبير صاحب سرنوشت څنګه شو.هيله کوم چه په دي هکله خبر اومعلومات نشر کړۍ.

عبد الله

خبر نشر شوی، نوموړی لله الحمد ازاد شو.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x