نظــر

مفکر مجرم!

په کابل کې د پرلپسې بریدونو یوعلت ځينې شنونکي دا هم ښيي ، چې د بګرام له زندانه خوشي شوي طالبان دي، او غواړي چې خپل غچ واخلي. کله چې کرزي د بګرام له زندانه د څو بې جرمه افغانانو د خوشي کېدلو موضوع یاده کړه، نو په فیسبوکي مبصرينو کې د تفکر په زور د تحول او تداوم لارویان سخت غوسه ول، دوی داسې تبلیغوله چې که په حساسو شرایطو کې دا بندیان چې کلونه زندانیان و، خوشي شي، نو د امنیت د ګډوډۍ سبب به شي.

پر دې سربېره دا پرېکړه عملي شوه او له بګرام کلونه بې جرمه زنداني شوي مسلمانان خوشي شول. مګر مفکرینو پرلپسې په کرزي او د ده په ډلګۍ ټاپې لګولې او ویل يې چې طالبان د کرزي وروڼه دي او نوموړي سترخیانت وکړ. چې څو بې جرمه مسلمانان يې له کلونو زنداني کېدو وروسته خوشي کړل.
نږدې کال وړاندې چې په پردیو معیارونو مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزی د امنیتي مسوولیتونو د لېږد مخکښ و، بګرام زندان ته د زندانیانو دلېدو لپاره ورغی، د زنداني طالب د خولې کیسه ده، چې اشرف غني موږ ته وویل، چې که کومه غوښتنه لرئ ويې ليکئ او زه به يې جمهور ریس ته ورسوم، بندي وايي، موږ ژر ژر اوږده اوږده لیکونه ورته ولیکل او خپل زړونه مو پکې ښه تش کړل. کله مو چې اشرف غني احمدزي ته ورکړل، یو امریکايي عسکر رامخکې شو او د اشرف غني احمدزي له لاسه يې لیکونه په زور کش کړل او په قهر يې ورته وويل:
ــ ته دلته د لیدلو واک لرې، د حال د وړلو نه.
د اشرف غني خولې طې ظې شوه او ژريې د خپل توږل شوي حیثیت د جبران لپاره وويل: خیر دی خیردی، زما حافظه قوي ده، زه به يې په خوله ولسمشر ته ووایم!!
کېدای شي په همدې لیدنه کې هم ډاکټر اشرف غني احمدزي د بندیانو د خلاصون کومه انګېزه په ځان کې پیداکړې وي، بیا به يې کرزي ته ويلي وي او د دې مفکر(!) د تفکر په زور به له بګرامه زندانیان خوشي شوي وي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي تېرجمعه په کندهار کې ډوډۍ ته راغلو خلکو ته وويل، چې له بګرامه د زندانیانو دخوشي کېدو توره  ده کړې ده.
دا خبره يې د بې ادبه کمپاینرانو لپاره د دوی د پاکې(!)لمنې داغ شوه، ځکه تر پرونه پورې به چې کله د اشرف غني کوم پلوي غوښتل د خپل مفکر درنه بیان کړي نو د زلمي رسول ملاتړی حامدکرزی به يې پر دې هم ملامتاوه، چې د ټاکنو د ګډوډۍ لپاره يې لاسي شاوخوا اویا بندیان خوشي کړل. د دوی په خبره دا جرم دی او دا جرم د کوم فکر په اساس نه دی شوی، ځکه خو نو کرزی په دې کړنه هم مجرم، هم خاین او هم بې فکره څوک دی.
مګر اوس چې مفکر په خپله دعوه وکړه چې د بندیان خوشې کېدل د ده توره ده، که څه هم داښاغلی هماغه په بن کې نصب شوې ډانچه ده، چې د اسلامي نظام د نړولو لپاره يې د ناټو والو پښې څټلې، مګر بیا هم په دې کړنه همدا مفکر د خپلو پلویانو په وړاندې مجرم، خاین او بې فکره ثابت شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x