افغانستان

پکتیکا: یحی خېلو کې ترسلو ډېرو اربکیانو دندې پرېښودې

د پکتیکا د یحی خېلو ولسوالي یوسل او لس تنه اربکیانو خپلې دندې پرېښودې او د ځان د خوندیتوب په خاطر ایران او پاکستان ته د کارپه پلمه له پکتیکا نه لاړل. د یحی خېل ولسوالي د مرکزښرنې په جنوب لویديځ کې پرته ده، چې په پکتیکا کې يې اربکیان لومړی ځل راپيداکړل.
په پکتیکا کې د اربکیانو قوماندان عزیزالله کاروان محلي رسنیو ته ويلي  چې یاد اربکیان د بې کفایتۍ له امله له دندو  ګوښه کړل شوي، مګر د سیمې اوسېدونکي وايي چې دې ټولو اربکیانو په هېواد کې د وروستیو ګډوډیو او د طالبانو له ويرې دندې پرېښودې او دا چې نه طالبان ورته خطر جوړکړي او نه دولت، ځانونه يې له هېواده وایستل.

د یحی خېلو د مټاخېلو اوسېدونکی محمدرحیم چې ورور يې په تښتېدلو اربکیانو کې شامل دی، وايی چې ورور يې ځکه طالبانوته تسلیم نه شو، چې سخت پرې بې باوره و، اود دولت ترسلطې لاندې سیمه کې ځکه نه اوسېده، چې عزیرالله به نه وای پرې ايښی.
له دې سره جوخت د اومنې ولسوالي د سپینه او زواکې د کلیو د اربکي قوماندانانو خاټک او عید محمد ترمنځ هم د شخصي ستونزو له امله خبره تر وهلو ورسېده، چې لا  اوس هم سره جوړ شوي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا والي محب الله صمیم رسنیو ته ويلي و، چې د هېواد په سطحه په پکتیکاکې اربکیانو ښه پايله ورکړې او دوی به يې نور هم زیات کړي.
د سیمې د خلکو له خولې ښايي چې د دې اربکیانو تېښته د نورو د زړه ماتۍ  او په یاده ولسوالي کې د ټاکنو د نه کېدو سبب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x