ټکنالوژي

زهره : د ښایست او اور نه ډکه سیاره !!!

مفتي احسان الله …

زُهره د لمریز غونډاري دوهمه سیاره او لمر ته ډیره قریبه ده ، ځکه له لمر نه 108 ملیونه کیلومتره بعد لري ، مدار يې مکمل دائري الشکله نه دی ، د عطادر او زمکي په رکم ترابي ده ، د ترکیب او حجم په اعتبار له زمکي سره مشابهت لري ، له همدې امله د زمکي خور يې هم بولي ، پر زمکه او زهره د شي وزن تقریبا سره برابر وي ، که پر زمکه د یو شي وزن 70 ټنه وي ، نو پر زهره يې 63 ټنه کیږي .

زهره د زمکي همسایه سیاره ده ، لمر ته تر زمکي ډیره قریبه ده ، زمکه د زهره له مداره دباندي ، له لمر نه د 150 ملیونه کیلومتره پر مسافه ګردش کوي ، د زمکي په نسبت يې مدار د لمر مدار ته نیږدې دی ، نو ځکه همیشه لمرته قریب ګردش کوي ، او پر زمکه ولاړ سړی يې په لغړو سترګو تقریبا یو ساعت تر شروق مخکي او یا تر غروب وروسته لیدلای سي ، نو ځکه په پښتو کې ورته د سهار او ماښام سترګه ویلکیږي ، د طلوع او غروب په منځ کې تر دریو ساعتو زیاته وقفه نه وي .

زهره عطارد ته ورته ده ، د زمکي په شان سپږمۍ نه لري ، له حده زیات ګرمه ده ، د حرارت درمیانه درجه يې 470 ته پورته کيږي ، قطر يې 7521 میله دی او د زمکي له قطره سره تقریبا 95 % برابر دی ، حجم يې د زمکي د حجم   برخه دی ، مداري میل يې  درجې دی ، د لمر نه زیات لريوالی که مشرقي وي او که مغربي 45 درجې دی ، د نورو اتو سیارو بر عکس د ساعت د ستنو پر مخالف لور ته له شرق نه د غرب پر خوا حرکت کوي .

زهره پر اسمان تر سپږمۍ وروسته تر ټولو زیاته ځلاند سیاره ده ، د زمکي سره زیات ورته والی لري ، د زهره کتله د زمکي د هغې په 0.815 واره ده ، کثافت او سختي يې د زمکي هغې ته نیږدې ده .

زهره له ورېځو ډک هوائي خول هم لري ، خو د زمکي تر هوا يې د هوا کتله 93 واره زیاته ده ، او د هوا سختي يې هم د زمکي تر هغې په 92 واره ډیره ده .

زهره تر ټولو سوست رفتاره سیاره ده ، په یو ساعت کې د محوري ګردش سرعت 6.5 کیلومتره دی ، تر کال يې ورځ لویه ده ، ځکه ورځ ( یعني محوري ګردش) يې له 243 زمکني ورځو سره برابره دی او کال يې له 225 زمکنيو ورځو سره سم دی ، او ورځ (له طلوع تر غروبه ) يې له 117 زمکنیو ورځو سره برابره ده .

د زهرې محورې میلان 177 درجې دی ، او د زمکي هغه بیا صرف 23 درجې دی ، د دغه زیات میلان له امله زهره مجبوره ده ، چې پر مخالف سمت ( له شرق نه د غرب پر لور ) حرکت وکړي ، او پر زهره لمر د غرب نه طلوع او د شرق لور ته غروب وکړي .

تر ټولو اول غالیلیو د اولسمي پېړۍ په اوائلو کې د دروبین په واسطه وليدله ، او د فضا په تاریخ کې تر ټولو اول فضائي سپږمکۍ د لمریز نظام د ستورو د کشف لپاره د زهره لور ته وتوغوله سوه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x