fbpx

خوست کې دولتي عسکرو د يوې مدرسې شپاړس زده‌کوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۶): د خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د ديني علومو په يوې مدرسې چاپه وهلې، چې له امله يې د يو استاد په ګډون اوولس زده‌ کوونکي وژلي دي.

د سيمې خلکو دغه پېښه تاييد کړې او زیاتوي، چې دغه پېښه د نادر شاه کوټ په زيني خېلو سيمې کې شوې ده.

دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې جګړه ییزې سټراټيژي له پيله په هېواد کې د طالبانو پر ضد د جګړو زياتېدو سربېره د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې بې ساري زیاتوالی راغلی، چې د عامو خلکو په ګډون يې د ديني علماوو او طالب علمانو ژوند هم تريخ کړی دی.

د ګډ حکومت چارواکي يو لور ته ټينګار کوي، چې د مدرسو زده کوونکي دې د پاکستاني مدرسو پر ځای په خپل هېواد کې زده کړې وکړي، خو دغه ډول خبرونه ډېر تر لاسه کېږي، چې دولتي او بهرني عسکر د هېواد په ګڼو برخو کې د عامو خلکو په کورونو او ديني مدرسو چاپې وهي، استادان او شاګردان يې وژني او زندان ته يې لېږدوي.

د بشري حقونو او نورو نړيوالو ادارو په هېواد کې د مرګ ژوبلې په زياتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده، همدارنګه په ولسي خلکو کې هم وېره او ترهه خپره شوې ده.

د وروستيو رپوټونو له مخې د پاکستان له هريپور، اکوړي، شمشتو او نورو کمپونو څخه هېواد ته را ستانه شوي کډوال په هېواد کې د بې کارۍ او ناامنۍ له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي او ګڼې کورنۍ په پاسپورټونو او ځينې نور په قاچاقي لارو بېرته پاکستان ته ستنې شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د