fbpx

سعودي: ایران په يمن کې د جګړې ملاتړ او سولې مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۶): سعودي عربستان وايي، چې ایران په يمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي، چې له امله يې په يمن کې د سولې پروسه له خنډونو سره مخ ده.

سعودي پر ایران دا تور تېره ورځ د سعودي په مشرۍ د ايتلافي هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې کړي دي.

په دغه غونډه کې د سعودي عربستان سربېره د مصر، بحرین، پاکستان، سوډان او متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو د وزیرانو سربېره پوځي او ملکي چارواکو هم ګډون کړی و.

د سعودي د بهرنيو چارو وزیر عادل الجبیر په دغه غونډه کې پر ايران تور ولګاو، چې په يمن کې د حوثي شيعه ملېشو پوځي، سیاسي او مالي ملاتړ کوي.

دی وايي: «په يمن کې د سولې ټولې هڅې د ایران له لوري له ننګونو سره مخ کېږي، له همدې امله د يمني حکومت او حوثي ملېشو تر منځ مذاکرات ناکاميږي، دغه وسله والې ملېشې ټوله ترهګري د ایران له ملاتړه پرته نه شي کولای.»

د يمن د بهرنيو چارو وزیر عبدالمالک دغې غونډې ته وويل، چې ایران د حوثي ياغيانو په مرسته خپله «جګړه ييز پروژه» پر مخ بيايي او د همدې پروژې له مخې  د يمن حکومت نسکور شو.

د يادونې وړ ده، چې د يمني پلازمېنه صنعا او شمالي يمن د حوثي ملېشو تر واک لاندې دی.

ملګرو ملتونو ويلي، چې په يمن کې يې د سولې هڅې ناکامې شوي دي.

په ۲۰۱۵ کال کې سعودي عربستان په يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد عمليات پيل کړل، چې تر اوسه روان دي او رپوټونو له مخې په تېرو دوو کلونو کې يې ۸۶۰۰ کسان وژلي دي.

دغې غونډې کې د سعودي لوی درستيز جنرال عبدالرحمن بن صالح البنیان ادعا کړې، چې يمني پوځيان د خپل هېواد په پنځه اتیا سلنه خاوره واکمن دي او د جينيوا کنونسيون د قانون له مخې يې بايد درناوی وشي.

په يمن کې د روانې جګړې تر ټولو زیات اغېز په ښځو او ماشومانو دی.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس يوازې تېر کال په دغه جګړه کې لږ تر لږه اووه سوه ماشومان وژل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د