
په کندهار کې د یوه ستر روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه
نن ټکی آسیا: په کندهار کې د جنوب زون په کچه د یوه ستر روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه. تمه ده چې دا روغتون به له جوړېدا وروسته د کندهار او شاوخوا ولایتونو د ناروغانو د درملنې لپاره د یو کم ساري او مجهز روغتون په توګه فعالیت ولري.
د یاد روغتون د رغونې پروژه افغان حکومت په خپل لګښت د ۴ کالو په موده کي سرته رسوي. د ۳۵۰ بستره لرونکي دغه روغتون به په څلور منزله کې د راتلونکو ۴ کالو په موده کې بشپړیږي چې په عصري طبي وسایلو به سمبال وي .
د عامي روغتیا وزیره ثریا دلیل دا پروژه د ټول جنوب لپاره یوه ستره روغتیايي پروژه وبلله .
د کندهار والي ډاکتر توریالی ویسا وايي چي د ولایتي ادارې غوښتنه د شپږ سوه بستریزه روغتون جوړیدنه وه ، خو له دې سره ، سره يې په کندهار کې د روغتون دا پروژه له اهمیت څخه ډکه وبلله .
ښاغلی ویسا زیاتوي چي اوس مهال میرویس حوزوي روغتون ته د مراجعه کوونکو او ناروغانو شمېر خورا زیات دی او نشي کیدای چي په راتلونکي کي هم په یوازي سر د ټول جنوب د ناروغان درملنه وکړي .
د روغتون لپاره ۱۳۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چي ویل کېږي د افکو کمپنۍ مشر محمود کرزي په وړیا توګه ورکړې.
دا روغتون د کندهار ښار په ختیځه برخه، عینو مېنه کي د کابل – کندهار لويې لاري ته څیرمه جوړیږي چي افغان حکومت پرې ۹ اعشاریه ۲ میلیونه امریکايي ډالره لګښت کوي .