خبرونه

عطاء محمد نور: د روانو ناامنیو لامل ګډ حکومت دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۶): د بلخ والي عطاء محمد نور یو ځل بیا د ملي یووالي پر حکومت تور پورې کړ، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله ناامني ورځ تر بلې ډېريږي او د حکومتي سرتېرو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

نور په مزار شریف کې د ترکیې قونسلګرۍ له خوا په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د روانو ستونزو لامل د ملي یووالي حکومت دی.

د نور په خبره، د نظامیانو مرګ ژوبله د ملي یووالي حکومت لپاره د شرم خبره ده؛ خو د ملي یووالي حکومت مشران بیا هم روان امنیتي حالت د ډاډ وړ بولي.

د بلخ والي وویل، غواړي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځان نوماند کړي او په دې اړه یې کلک هوډ کړی دی.

د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجراییوي رییس ویلي، د ګډ حکومت په راتګ اداري فساد اوج ته رسېدلی او د همدغه اداري فساد له امله د نظام ستنې سستې شوي دي.

ده د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم نه شتون هم د اندېښنې وړ وباله او د ترکیې له حکومت یې وغوښتل، چې دوستم بېرته افغانستان ته راولېږدوي.

د بلخ والي ولسمشریزو ټاکنو د نوماندۍ خبر داسې مهال کوي، چې د ملي یووالي حکومت دوه کاله پاتې دي او د پاتې دوو کلونو په موده کې د ولسي جرګې، د ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې مخکې لري.

د شنبې په ورځ د رڼو ټاکنو د څار بنسټونو مشرانو ویلي وو، چې راتلونکې ټاکنې تراوسه بې برخلیکه دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپلمنځي اختلافاتو له امله خپل ډېر کارکوونکي ګوښه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x