له غلا، تېري، تښتوني او تجاوز څخه د مال، اولاد يا بل شي ساتل

محمد نبي (الدين)

” أَسْتَوْدِعُكَ اللّٰهَ ”
“پر الله دي سپارم” ګټي:

دا کلمه حتمًا د ځان عادت کړئ او نورو ته يې هم وښاياست!.

(( أَسْتَوْدِعُكَ اللّٰهَ الَّذِيْ لَا تُضِيْعُ وَدَائِعُهُ ))
ژباړه: زه تا الله ته سپارم، هغه الله، چي هغه ته ور سپارل سوي شيان نه ضائع کيږي.

که د هر شي د خوندي کېدلو اراده ولرو، نو دا کلمات بايد يو ځل ورباندي و وايو.

ځيني مفيد او مجرب آثار يې:
له غلا، تېري، تښتوني او تجاوز څخه د مال، اولاد يا بل شي ساتل.

له ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی، چي رسول الله – صلى الله عليه وسلم – وفرمايل: ((إن الله إذا استودع شيئاً حفظه)). رواه الإمام أحمد.
ژباړه: کله چي الله ته کوم شی و سپارل سي، نو ساتي يې.

له أبي هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی، چي نبي – صلى الله عليه وسلم – وفرمايل: ((من أراد أن يسافر فليقل لمن يخلف: أستودعكم الله الذي لا تضيع ودائعه)). رواه الإمام أحمد.
ژباړه: که کوم کس د سفر اراده وکړه، نو تر شا پاته کېدونکو کسانو ته دي دا و وايي: أَسْتَوْدِعُكَ اللّٰهَ الَّذِيْ لَا تُضِيْعُ وَدَائِعُهُ.

ساتنه عامه ده، که په سفر کي وي که په بل حالت کي وي…

دا دعاء د غلا او تېري څخه د امان وسيله ده، موږ بايد پر هر شي دا دعاء ووايو، که څه هم ور سپارل سوی شی هر څومره کوچنی وي، ځکه په دې کي د دې اظهار دی، چي بنده و خپل رب ته په هر واړه او لوی کار کي محتاج دی.

که مثلاً انسان داسي و وايي:

أَسْتَوْدِعُكَ اللّٰهَ الَّذِيْ لَا تُضِيْعُ وَدَائِعُهُ ؛ ديني، ونفسي، وأمانتي، وخواتيمَ عملي، وبيتي، وأهلي، ومالي، وجميع ما أنعم الله به عليَّ…
نو الله به دا ټول ورته خوندي کړي او له پېريانانو، شيطانانو او انسانانو به يې ورته وساتي.

دلته تاسو ته داسي دوې قصې کوم چي شخصاً ما (ليکوال) ته پېښي سوي دي:

لومړۍ قصه:

څو اونۍ مخکي زه د مسجد څخه دباندي ولاړ وم، زما واړه بچيان هم را سره وه، چي نا څاپه مي تر ټولو کشر زوی د کور پر لور روان سو او منډه يې کړل، زموږ د کور او مسجد تر منځ يو څړک وو، پر دې سړک به ځيني موټران هم تېرېدل، زه پر دې و بېرېدلم، چي زوی مي يو موټر و نه وهي…
زما دا په ياد وو، چي د نورو ورځو په څېر مي نن پر ده نه په کور کي دعاء ويلې وه او نه په مسجد کي…
پر هلک مي ږغ وکړ: ( احمد! .. انتبه السيارات .. انتبه!
احمده! د موټرو سره پام کوه .. پام!

مګر پر دې مي باور وو، چي هلک روان دی نه را ګرځي…
بس الله د دې توفيق را کړ او په لوړ آواز مي دا دعاء وويل: اِسْتَوْدَعْتُكَ اللّٰهَ!
پر الله مي سپارلی يې!).

والله، بالله، تالله؛ چي ما لا دغه دعاء نه وه پوره کړې، چي د موټر د بريکانو ږغ مي واورېد!..
د زوی مخي ته مي موټر سم ودرېد او يو وېښته هومره که نور موټر لاړ سي، نو و به يې وهي!..
پر همدغه ځای مي الله ته سجده وکړل، چي شکر دی، چي زما زوی يې وساتئ او د دې دعاء د ويلو توفيق يې راکړ.

دوهمه قصه:

دوې ورځي وړاندي د خپل کار پر لور روانېدلم، کله چي موټر ته پورته سوم، نو دا دعاء مي وويل: بسم الله توكلت على الله ولا حول ولا قوة إلا بالله، اللهم إني اَسْتَوْدِعُكَ دِيْنِيْ وَنَفْسِيْ وَسَيَّارَتِيْ،
ژباړه: أی ربه! زه مي خپل دين، ځان او موټر تا ته سپارم…
نور د کار په لور روان سوم…

په لاره کي مي په ټلفون اخته سوم، چي موټر مي مقابل لاس ته وا وښتی، او بل موټر مي مخي ته را ولوېد…
د الله په قدرت سره هغه بل موټر يو دم خپل له مسير څخه مخ واړاوه، او دواړه له ټکر کېدلو بچ سوو…

په همدې خاطر، کله چي له کوره وځئ نو خپل ځان په دې دعاء عادت کړئ!…

هغه خلګ چي وايي: په دې ورځو کي ټرافيکي پيښي، غلاوي، وژني او تښتوني زياتي سوي دي، د دې اصلي علت د الله د ذکر څخه غفلت او د خپلو شتمنيو او اولادونو، الله ته نه سپارل دي…

اللهم انى استودعتك پروردګاره! زه تاته سپارم
اهلى … خپل اهل
ونفسي … خپل ځان
وزوجى … خپل هم بستر
واولادى … خپل اولاد
ودينى … خپل دين
وايمانى … خپل ايمان
وصالح اعمالى … خپل نېک عملونه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د