افغانستان

زابل شهر صفا کې د ايساف څلورو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی اسيا: د زابل ولايت شهر صفا ولسوالۍ کې د ايساف عسکرو د ګزمې پر کاروان سرتيري بريد کې يو عسکر وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د پيښې په اړه ځايي چارواکي او عيني شاهدان جلا جلا څرګندونې لري. د زابل د امنيتې قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونی وايي چې، پيښه کې سرتيری بريدګر او درې ولسي وګړي وژل شوي دي.
بل پلو ځينې نور امنيتي چارواکي چې، دپيښې عيني شاهدان دي، وايي چې، په سرتيري بريد کې د ايساف يو عسکر وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
ايساف د يوې اعلاميې په خپرولو څرګنده کړې چې، دهيواد په سویل کې د دوی يو عسکر وژل شوی دی . ايساف د خپلې کړنلارې له امله د وژل شوي عسکر هويت او دپيښې دقيق ځای ندی ښودلی.
د طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي د پيښې مسؤوليت منلی او وايي چې، د دوی يو تن سرتيري ملګري د تونس موټر په واسطه د رومانيايي عسکرو پر کاروان سرتيری بريد کړی دی.
احمدي زياته کړه چې، د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات به وروسته خپاره کړي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x