fbpx

دپاکستان ايران او روسې اصلي غلامان څوک دي؟

 انجنير محمد عمر حقپال

دا نن سبا چې له مونږ حقيقي مسير ورک دی او ديوه مجهول برخليک په لور روان يو،يواځني لامل يې دپټو سترګو قضاوت او ددښمن افواهاتو ته دحقيقت په سترګه کتل دي،له بده مرغه دافغانانو دا لوی عادت دی چې ورته وويل شي چي غوږ دې سپي يوړو نو خپل غوږ نه ګوري چې شته کنه له واره په سپي پسې منډه اخلي.

نو زمونږ دهمدې ساده لوحه مزاج څخه په ګټې اخيستنې سره غربي استعمار په خپل پروپاګندونو سره غواړي چې زمونږ دآزادي غوښتونکي او جهادي قيادت مشروعيت او حقانيت کم رنګه کړي.

دتيرو شپاړس کلونو راهيسې غربي رسنيو او کرايي مبلغينو له هرڅه ډيره دغه خبره ګرمه ساتلې چې طالبان دپاکستان او ايران ګوډاګيان دي،او دهغوي دموخو لپاره کار کوي چې پدې روستيو کې روسيه هم ورسره ملګرې کړې او طالبان پدې هم تورنوي چې دوي دپاکستان او ايران ايران ترڅنګ روسې ته هم کار کوي.

ددې لپاره چې ددغه بې بنسټو افواهاتو او تورونو سپيناوی وکړو نو اړينه بولم چې په افغانستان کې ديادو درې هيوادونو موخو باندې څه ناڅه رڼا واچو او له هغه روسته بيا قضاوت وکړو،چې ديادو هيوادونو غلامان څوک دي او دچا پرمټ يې موخې ترسره کيږي.

لومړي پاکستان:

دنورو موخو ترڅنګ دپاګستان بنسټيزه موخه په افغانستان کې د ډيورنډ کرښه ده،که چيرته په ريښتيا طالبان دپاکستان ګوډاګي وای نو دخپلې پنځه کلنې واکمنۍ په مهال به يې حتما ورسره په رسميت پيژندلې وه او تر دې دمه به نه وه پاتې.

نه يواځې داچې طالبانو تروسه دډيورنډ کرښه په رسميت نده پيژندلې بلکې دخپلې واکمنۍ پر مهال يې پاکستان ته دا اجازه هم ورنکړه چې دديورنډ په کرښه اغزن تار تاو کړي او يا کومه رسمي دروازه پرانيزي.

دطالبانو دواکمنۍ پرمهال يوه ورځ پاکستانيانو غوښتل چې په تورخم کې دروازه ودروي،ملا عبدالسلام راکيټي يې دروازه په ټانک پسې وتړله او تر جلال آباد يې راوړه چې اوس هم دننګرهار قول اردو کې پرته ده، ملا عبدالسلام راکيټي اوس هم ژوندی دی او پوښتنه ترې کولې شئ.

نو اوس راشئ! او وګورئ! چې د ډيورنډ په کرښه اغزن تار او په سپين بولدک او تورخم کې رسمي دروازې دچا په واکمنۍ کې جوړې شوې او دا شک هم شته چې کيدی سي په پټه يې ورسره ددغې کرښې په رسميت پيژندنه هم لاسليک کړې وي.

همدارنګه دطالبانو د واکمنۍ پر مهال دافغانستان په خاوره دپاکستانيانو له خوا حتی يو تک هم نه وو شوی، لاکن ددغه نظام په واکمنۍ کې دپاکستان له لوري تر لس زرو ډير توغندي په کنړ او ننګرهار را توغول شول،چې پر وړاندې حتی يو عادی غبرګون هم ونه ښودل شو،نه يواځې داچې په اړه يې غلامو چارواکو څه غبرګون ونښود،بلکې برعکس يې پداسې حال کې دپاکستان سره استخباراتي تفاهم هم لاسليک کړ چې ددغه توغنديو لړۍ لاهماغه شان په درز کې روانه وه.

دقلعه جهانګير او قلعه لقمان دکليو دپلورلو شرمونکي معامله هم دهمدې لاسپوڅي نظام او ددوي د نامتو جنرال عبدالرازق اڅکزي په لاس ترسره شوه چې اوسيدونکو يې تروسه رازق ته ښيرا کوي.

ايران:

ايران هم په افغانستان کې دنورو موخو ترڅنګ درې بنسټيزې موخې لري چې يوه يې داوبو او بندونو مسئله ده،دوهمه دشعيه لږکيو حقوق دي او دريم يې په افغانستان کې دامريکا دشتون مخنيوي دي.

نو اوس راشئ او وګورئ چې په دې تيرو شپاړس کالو کي داسې کوم شواهد شته چي طالبانو دې په جنوب شرقي ولاياتو کې دايران په سپارښتنه کوم دابو بند نړولی وي او يايې ورته د جوړيدلو مخالفت کړي وي؟

ايا تروسه داسې شوي دي چې طالبانو دې نورو قومونو په پرتله شعيه ګانو ته کوم فوقيت ورکړي وي؟

او يايې دشعيه مذهب دپراختيا او ترويج لپاره کوم کار کړي وي؟

همدا رنګه دطالبانو دواکمنۍ پر مهال چې کله په مزار شريف د ايراني دپلوماتانو دوژل کيدو مسئله راپيښه شوه نو ايرانيانو پر افغانستان دحملې ګواښ وکړ،طالبانو يې په مقابل کې يو لوي کاروان چمتو کړ څو هغوی ځان ښوروه دوي دنيمروز تر مرز ور وه رسيدل،ايرانيانو چې وليدل چې طالبانو په ريښتيا دمدافعې چمتو والی نيولی نو عاجل يې خپله خبره واخيسته او ددپلوماسي له لارې دحل کولو ته غاړه کيښوده،لاکن برعکس دکرزي او او اشرف غني دواکمني پر مهال په کراتو دايراني عسکرو له خوا سرحدي پوليس ووژل شول او دافغانستان په مرزنو کې يې خپلې پوستې را وړاندې کړې خو دوي حتي يو سطحي غبرګون هم ونښود او حتی له رسنيو يې خبره پټه کړه او چپ پاتې شول
را به شو اوس دايران په هکله دکرزي او غني دحکومتونو شاليد ته چې پدې شپاړس کلونو کې يې دايران پر وړاندې څه ډول دريځ درلود.

کرزي دخپل شخصي لګښت لپاره دکال شپږو نه تر اوه مليونه يورو نقدي مرستې دايران څخه تر لاسه کولې چې خپله يې هم څو ځلي اعتراف کړي دی،او ددفتر ريس يې داود زي هم دا خبره منلې ده،چې په اړه يې دميډيا په کچه کره شواهد شتون لري.

پدې مو کله سوچ کړی چې ايران دا پيسې کرزي ته دڅه لپاره ورته ورکولې؟

دا په خاطر چې کرزی په جنوب غرب کې دابو داسې بندونه احداث نکړي چې دافغانستان څخه ور روانې اوبو کې کمښت راشي.

او هم د نورو قومونو په پرتله شعيه وو ته فوقيت ورکړي.

هماغه وو چې کرزي نه يواځې داچې په خپلې دولس کلنې واکمنۍ کې په جنوب غرب کې کوم دابو بند احداث نکړ بلکې شعيه لږکيو ته يې هم تر دې کچې رشد او فوقيت ورکړ چې حتی ځنې خلک دده دخپل هيويت په اړه په شک کې پريوتل چې کيدي شي کرزی هم شعيه وه اوسي.

البته مونږ دشيعه ګانو او يا هزاره قوم پر وړاندې کرکه او تعصب نلرو هغه هم زمونږ افغانان وروڼه دي،لاکن دقومونو په دې مشترک کور کې يو واحد قوم ته فوقيت او امتياز ورکول په هيڅه وجه نشي توجه کيدلی ځکه چې دا يو غير شرعي قاعده ده.

دکرزي دواکمنۍ پر مهال امريکايانو کابو اوه سوه مليارده ډالرو په ددوی سره مرسته کړې وه خو سره ددې هم دوي دافغانستان په جنوب غرب کې داب ګردان او برق بندونه احداث نکړل چې ولس پرې دغلې دانې او دبرق د انرژي څخه خود کفا شوي وای، ځکه چې علت يې معلوم دی چې هماغه دکلني ريشوت زور وو چې کرزي حتی ددغه عام المنفعه پروژو تشه يادونه هم ونهکړه پدې خبرو لږ سوچ په کار دی،دا وړې خبرې نده هره خبره يې ددغه نظام په ډارن سياست او غلامي دلالت کوي.

روسيه:

دروسانو موخي خو فعلي شرايطو کي تر ډيره بريده دامريکايانو دشتون مخالفت او دداعش دمخنيوي متمرکزې د دې ترڅنګ دافغانستان سرشاره معدنونه هم ورته مطرح دي او يواځې دامريکايانو پرمټ داستخراج سره يې کلک مخالف دي.

تروسه به هيڅکله داسې شواهد نه وي لاسته راغلي چې روسانو طالبانو ته وسلې او يا نقدي مرستې کړې وي،ځکه چې طالبان اوس هم دهماغه زړو وسلو کلاشينکوف،پيکا او ارپی جي راکټ څخه کار اخلي،او حتي دټيټ پروازو الوتکو دويشتلو وسله هم نلري که واقعا روسانو ورسره څه مرسته کولی نو اوس به امريکايان په هغه برخليک اخته وو لکه څنګه چې دشوري يرغل پر مهال دامريکايي ستنګر مزايلو پرمټ دوخت جهادي تنظيمونو په روسانه رڼا ورځ توره شپه کړه او الوتکه به يې له پرواز سره جوسخته رانسکوريدله.

دا خبرې محض دروغ او افواهات دي او نه په روسانو کې دومره غيرت شته چي دامريکا څخه خپل کسات واخلي او طالبانو ته دالوتکو ضد مزايل ورکړي هغه وخت به يې بيا ومنو چي طالبان له روسانو سره لاره لري.

او که څوک يې داسې انګيري چې طالبان دروسانو په لمسون له داعش سره جګړه کوي دا خبره هم په بشپړه توګه بې بنسټه ده،ځکه چې داعش يوه امريکايي پروژه ده،چې دطالبانو دجهادي فعاليت دمخه ډب کولو په موخه افغانستان ته راوړل شوي ده،او په ښکاره توګه دامريکا او ګوډاګي حکومت له خوا اکماليږي تر دې چې په امريکا چورلکو کې له يوځاي بل ځاي ته انتقاليږي او هم ورته مهمات او جنګي توکي په الوتکو کې وروړل کيږي،او تر ټولو مهمه خبره يې داده چې په لومړي سر کې داعش په طالبانو بريدونه پيل کړل او هم يې په تبليغاتي ډګر کې په خپل تکفيري مزاج سره د طالبانو پر وړاندې جهاد اعلان کړ، د داعش او طالبانو عقيدوي ستونزه ده دروسانو پورې هيڅ تړاوو نلري.

او ددې کوم ثبوت هم نشته چې طالبانو دې دهيواد کوم معدن په روسانو پلورلی وي او يا يې بل داسې کوم کار کړی وي چې په هغه سره روسانو ته کومه ګټه رسيدلې وي،او داچې طالبان دخپلو ديني ارزښتونو دخونديتوب او دهيواد دآزادي لپاره دامريکا سره جګړه کوي داچې دروسانو او يا بل هيواد دخوښي سبب کيږي هغه يو تصادف دي نه کوم مشترک وجه دامريکايي يرغل بر مهال همدا روسان ول چې له خپلې خاورې دامريکا لوژستيکي قطارونو ته اجازه وکړه چې افغانستان ته راشي او همداراز يې په لسګونه نورې مرستې هم وکړې او حتی چې لاسپوڅي حکومت ته يې په لسګونو الوتکې هم ورکړې لاکن داچې روستيو کې دامريکا سره ستونزه تازه شوه هغه يې خپله مسئله ده او په طالبانو پورې هيڅ اړه نلري.

که په حقيقت سترګې پټې نشي نو دروسانو غلامي ته خو هم همدوي لکۍ ښوروي دټلوالې په شمول کرزي او غني په کراتو روسانو ته دغلامي لاس اوږد کړی دی،خو دا چې روسانو نه غواړي چې يوځل بيا په افغانستان کې دامريکا سره ښکيل شي نو ځکه يې دوي ته درد ځواب ور کړ،کنه نو دوي خو لا پخوانه دروسانو دګوډاګيتوب تجربه لري.

د دفاعي پوهنتون ددوهمي دورې دافسرانو فراغت غونډه کې چې کرزي ورته بریليکونه ورکول نو دهوايي مسلک فارغينو او پيلوټي ته کانديدو افسرانو له کرزي ته ګيله وکړه چې دادي مونږ خو فارغ شوو نو او تر اوسه الوتکې نلرو،کرزي ورته مسکی شو او وه يې ويل چي تاسو تشويش مه کوئ دې وختونو کې امريکايان به ما سره يو څه په سړه سينه برخورد کوي،داځل يي ترې غواړم که يې رانکړې نوبيا يې له روسانو درته اخلم روسان اوس علاقمند شوي دي چې افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي ځکه چې افغانستان يو ستراتيژيکه نقطه ده له پخوا اوس ډير خريداران لري،ښه نو تاسو اوس فکر وکړئ دا خبره څه مانا ورکوي دا دکوم عادي کس خبره نده دا ولسمشر خبره او په تاريخ کي ثبت شوې ده.

په زرګونو دېته ورته شواهد شته چي ددوی غلامي او ګوډاګيتوب ثابتوي يواځې دامريکا نه بلکې دسيمي د ډيرو نورو هيوادونو دغلامي يوغ ددوی په غاړه دی،او يواځې څه چې ورته پاتې دي هغه غلامې رسنۍ او خياطان دي چې ددوی په پروپاګندونو سره ولس تير باسي او لکه دسون توکي ترې ګټه پورته کوي او ځانته ته يې ترې سپر جوړ کړی دی.

وسلام.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمدشاه
میلمه
احمدشاه

نن ټکی آسيا اودپاکستان ـ ایران او روسي وطنفروش طالب غلامان اوددی غلامی ویب پاڼی طالب نما او وطنفروش لیکوالان اوس غواړي چی ټرپه پر پټ کړي او په خپله غلامۍ او وطنفروشۍ په دی خبرو پرده واچوي خونور ملت نه شي غولولی . که دوی واقعاً وطنفروشان نه وي نو دپنجابي روسي او ايراني استعمار پر خلاف دی اظهارات وکړي. لعنت په وطنفروش طالب او دهغوی په بادارانو