هندوستان د چاه بهار بند له لارې افغانستان د غنمو لومړۍ کښتۍ ولېږدوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۶): په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، هندوستان د چاه بهار بند له لارې افغانستان د غنمو لومړۍ کښتې ولېږدوله.

د ابدالي په خبره، په دغه کښتۍ کې ۱۱۰زره مټرېک ټنه غنم بار شوي، چې تېره شپه ناوخته له هنده د چاه بهار بندر په لورې وخوځېده.

افغان حکومت وروسته له هغه چاه بهار بندر ته پاملرنه نوره هم ډېره کړه، چې په دې وروستیو کې یې له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې لانجې راپورته شوې.

په هېواد کې د تازه مېوو سوداګر وايي، پاکستان د تېرې یوې اوونۍ راهیسې پر افغان محصولاتو ګمرکي مالیه درې برابره لوړه کړې ده، چې له امله یې د تازه مېوو سوداګرو ته ډېر زیان اوښتی دی.

د مالیې وزارت تېره اوونۍ ویلي وو، چې په تېرو دوو کلونو کې یې له پاکستان د سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی.

افغان سوداګرو ډېری توکي د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته واردول؛ خو تېر کال د چاه بهار بندر د پرانېستو وروسته یې اوس ددې لارې خپل سوداګریز توکي واردوي.