fbpx

له پند ډکه وینا

حمدالله فطرت

یو صالح مومن فرمایلی:

یو سړی ددښمن مقابلې ته ور روان شو، پر لاره له څه مزل وروسته زغره ورباندې بوج شوه، ویې غورځوله
څه مزل پس یې توره او خنجر هم وغورځول تر څو اوږې یې سپکې شي…

خواړه او اوبه هم ورباندې درانه شول او پر لاره یې پریښول…

او څه مزل وروسته ستړی، وږی، تږی، او خالي لاس د دښمن په محاصره کې ولوید…

همداراز

چاته چې ذکر کول سخت شو… پرې یې ښود

رواتب سنت ورته مشکل شول… پرې یې ښول

د فرائضو ادا کول ورته سخت شو… قضا او ویې ځنډول

ګناهونه پریښودل ورته سخت شول… ځان یې ورباندې عادت کړ

او بیا نو شکایت کوی چې ولې مې ژوند ناقراره او د شیطان په اسارت کي دی!!!؟

دښمن ته باید اماده و اوسو او زموږ تر ټولو ستر دښمن شیطان دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د