غزنی : د خوګياڼو ولسوالۍ نقل شوی مرکز هم طالبانو نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۶):د غزني ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په نوم نقل شوی هغه مرکز چې د اصلي مرکز له سقوط وروسته دولتي چارواکو جوړ کړی وو طالبانو نيولی.

تېره شپه طالبانو د قلعه قاضي په سيمه کې يو مرکز او يوه پوسته نيولي چې په وينا يې ۱۹ تنه عسکر په کې وژل شوي خو د غزني امنيه قومندان محمد زمان بيا د ۴ پوليسو وژل او ۵ نور ټپي کېدا مني.

د غزني د ولايتي شورا رئيس خالقداد اکبري هم منلې چې د غزني مرکز اړوند سيمو کې طالبانو د امنيتي سرتيرو پر پوستو بريدونه کړي او وايي په پېښه کې ۹ پوليس وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

طالبانو يو نيم کال وړاندي د خوګياڼو ولسوالۍ مرکز په بشپړ ډول سقوط کړ خو دولتي چارواکو يې په نوم بل مرکز د غزني ښار په اړوندو سيمو کې جوړ کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د