طالبان: د کابل امريکايي پوهنتون له بندي استادانو يو يې سخت ناروغ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۶): طالبانو د یوې خبرتيا په خپرولو سره ويلي چې د دوی له لوري د نيول شويو دوو تنو هغه استادانو له جملې يې يو تن سخت ناروغ دی چې د کابل په امريکايي پوهنتون کې يې د استادۍ دنده لرله.

طالبانو د (امريکايي بندي (Kevin King) د مريضي په اړه خبرداری!) تر عنوان لاندي ليکلي :
کابو له يو کال زیات وخت تېر شوی چې د کابل د امريکايي پوهنتون دوه تنه استادان زموږ په لاس کې بنديان دي، له دوی يې یو تن استاد کيون کينګ (Kevin King) د پښتورګو او زړه په خطرناکه ناروغۍ اخته دی ، ناروغي يې ورځ تر بلي د شدت مرحلې ته رسيږي ، پښو يې پاړسوب کړی او وخت نا وخت بې هوشي ورباندي راځي.

د ناروغ امريکايي بندي د تداوۍ په هکله طالبان وايي: ((موږ يې وخت په وخت د علاج او پالنې هڅه کړې خو داچې موږ په جنګي وضعیت کې یو او ډيرو طبي اسانتیاوو ته لاس رسی نلرو، نو نشو کولای چې بشپړ علاج يې وکړو)).

په خبرتيا کې له امريکایانو غوښتل شوي چې د خپلو اتباعو د سالم خلاصون لپاره د طالبانو غوښتني ومني.

د خبرتيا وروستۍ برخه په دا جملو پای مومي:((او که چیرې په دې خبره کې لاهم ځنډ وکړي او د کیون کینګ (Kevin King) ناروغي له علاج څخه ووځي او یا ژوند له لاسه ورکړي اسلامي امارت يې په وړاندې ځکه مسئولیت نه لري چي مقابل لوری د موضوع خلاصون ته غاړه نږدي او د خپلو اتباعو ژوند مهم نه بولي)).

د کابل د امريکايي پوهنتون دوه تنه استادان د ۲۰۱۶ م کال د اګست مياشتي پر ۷مه نېټه د طالبانو له لوري په کابل کې برمته شول.

د ۲۰۱۷ م کال د جنوري مياشتي په لومړۍ نېټه طالبانو د دواړو بنديانو يوه ويډيو خپره کړل چې د دوی له لوري لومړي تن ځان د کيون کينګ(kevin king) امريکايي او دوهم تن ټموثي ويکس (Timothy weeks) په نوم اسټراليايي معرفي کاوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د