fbpx
د ښاغلی عبد الله لخوا پر طالب مشرانو د بندیزونو وړاندیز له یوې مضحکې پرته بله هیڅ توجیه نه لري.

د ډاکټر عبدالله غوښتنه څومره منطقي توجیه لري؟

سرمقاله ــ تیره ورځ د ګډ حکومت نیم واکي مشر ښاغلی ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر ښاغلي غیرت عمروف سره په لیدنه کې له نوموړي څخه وغوښتل چې د طالبانو په مشرمولوي هبة الله او د هغوی په نورو لوړپوړو چارواکو باندې بندیزونه ولګوي تر څو له دې لارې کمزورې او د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

ښاغلی عبدالله چې د ګډ حکومت له پیله د ښاغلی غني لخوا له خپل سهم صلاحیتونو څخه محروم او رول یې یواځي تر تشریفاتي مناسبتونو پوري محصور دی ، له ښاغلي غیرت عمروف سره په همداسې یوې تشریفاتي ناستې کې له نوموړي څخه پر طالب مشر د بندیزونو وړاندیز وکړ.

د افغانستان په روان بحراني وضعیت او د افغان ولس د زرګونو نورو اړتیاوو او اهمو موضوعاتو د شتون ترڅنګ د ښاغلي عبدالله لخوا پر طالب مشرانو د بندیز لګولو له وړاندیزه داسې ښکاري چې یا له ښاغلي عبدالله سره د یادې غونډې د ایجنډا لپاره اصلا کومه موضوع نه وه او یا ورته د نورو موضوعاتو مطرح کولو صلاحیت نه و ورکړل شوی.

ځکه په داسې حال کې چې د ده د حکومت لخوا طالبانو ته د سولې په خبرو کې دګډون خواستونه (غوښتنې ) کیږي د ښاغلی عبد الله لخوا پر طالب مشرانو د بندیزونو وړاندیز له یوې مضحکې پرته بله هیڅ توجیه نه لري.

د ښاغلی عبد الله له دې غوښتنې څخه معلومیږي چې ګډ حکومت سولې ته د افغان ولس د یوې اړتیا په سترګه نه ؛ بلکې د فشار د یوې وسیلې په سترګه کتل کیږي او غواړي طالبان د بندیزونو له لارې د مصلحتي سولې منلو ته اړباسي.

امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت تل سوله ییز شعارونه یواځې په جګړه کې د برلاسي او یا د جګړې د تیزولو لپاره کاروي ، که دا نه وي نو د بمونو په لمبو کې د ټرمپ جنګي ستراتیژي او د سي ،آی، اي لخوا د طالب مشرانو په نښه کول او د دې په منځ کې له طالبانو څخه د سولې په پروسه کې د ګډون غوښتنه په سولې باندې له ملنډو پرته بله څه توجیه لرلای شي؟

ښاغلی عبد الله ته په کار دی د هغو بین المللي قاتلانو (امریکایانو) په اړه کوم چې په مساجدو کې معصوم لمونځ کوونکي او په ودونو کې عام ولسي وګړي او حتی د ګډ حکومت رسمي دولتي ځواکونه په بمونو وژني هم د امنیت شورا د بندیزونو د کمیتي مشر ته معرفي او په اړه یې تري د مجازاتو تر سره کولو غوښتنه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د