نظــر

دملتونو د لوړ او ځوړ خدایي قانون

کوم خدای چې دغه دنیا جوړه کړې، او کوم خدای چې دا ځمکه هواره کړي، تر څو ورباندې انسانان و اوسْږي ، هغه کوم ړونډ، کوڼ او بې مقصده خدای نه دی. هغه کوم بې اصوله پادشاه نه دی، چې پاملرنه اوڅارنه ئې نیمګړې وي ، هغه تعالی خپل ځانګړی قانون، محکم دستور او ټاکلي مقررات لري، چې ورسره سم پر ټوله نړۍ پادشاهي کوي.

څرنګه چې لمر، سپوږمۍ، ځمکه، او ستوری د ده د قانون پابند دي، څرنګه چې هوا، اوبه ، ونې او ځانور د ده د قانون پابند دي، همدا رنګه موږ ټول انسانان هم د ده دقانون پابند او مقید یوو. څرنګه چې د ده قانون زموږ په پیدایښت او مرګ ، زموږ په ځوانۍ او پیرۍ، زموږ د سا په تګ او راتګ، زموږ په هاضمې او دوینې په جریان ، زموږ په ناروغۍ او تندرستۍ، باندې مسلط او حکومت کوي . بالکل همدا راز یو بل قانون هم شته، چې زموږ د تاریخ په لوړ او ځوړ ، زموږ په راټیټیدو او پورته کیدو، زموږ په ترقۍ او وروسته پاتې کیدو، زموږ په ذاتي، ملي او نړیوال تقدیرونو باندې حکومت کوي . او دا قانون هم دومره دقیق دی، چې که چیرې انسان نه شی کولای چې د پوزې پرځای د سترګو له لارې سا واخلي ، او د معدې په ځای په زړه کې خواړه هضم کړي . نو بیا دا هم ممکنه نه ده ، چې د خدای تعالی د قانون له مخې هغه ملت چې د ټیټیدو په لار روان وي هغه دبلندۍ په لار روان کړي ، که اور د یوه لپاره سوزونکی او د بل لپاره سوړ نه دی ، نو بد کرادار او چلند هم چې د خدای تعالی د قانون له مخې بد دی ، دیوه د لوړوالي اود بل دټیټوالی موجب نه شي کیدای . کوم اصول چې خدای تعالی د انسان د ښه او بد تقدیر لپاره مقرر کړي، هغه دچا په بدلون نه بدلیږي او د چا په ځنډولو نه ځنډیږي، او نه پکې د یوه چا سره دښمني او دبل چا سره  رعایت کیږي . ( ټول د دې قانون له مخې یو حیثیت لري ) .

 د دغه خدایی قانون تر ټولو لومړنی او ارزښتناک اصل دا دی :

چې هغه تعالی رغول خوښوي او ړنګول نه خوښوي .

خدای تعالی د خپلې ځمکې  د چارو سمبالول چا ته ورکوي ؟ :

د دې حیثیت په اساس چې دی دځمکې مالک دی، د ده هیله دا ده، چې د دغه ځمکې چارې په سمه توګه سمبال شي . هر څومره چې سمسوریدای شي همغومره دې سمسوره شي، د ده له اړخه ورکړ شوی وسایل ، قابلیتونه او صلاحیتونه څومره چې ممکنه وي هغومره دې تر ې په ښه توګه ګټه پورته شي . هغه تعالی دا خبره هیڅکله نه خوښوي .. او له هغه تعالی څخه دا توقع هم نه شي کیدای، چې هغه به کوم وخت دا خوښه کړي .. چې د ده دنیا دې ړنګه شي ، او هغه دې د بې نظمۍ ، ککړتیا ، ظلم او ستم له کبله خرابه شي . د انسانانو څخه هر څوک چې د دغه دنیا د چارو د سمبالولو لپاره راولاړیږي ، په هر هغه چا کې چې د رغولو صلاحیت او قابلیت تر نورو ډیر وي ، هغه ته الله تعالی د دغې دنیا د چارو د سمبالولو واک او اختیارات ورسپاري .

ډیر ړنګونکي او نړونکي د واک څخه ګوښه کېږي :

بیا هغه تعالی ګوري چې دا خلک رغول څومره کوی او ړنګول څومره؟  تر کومه وخته چې د هغوی رغول او آبادول تر ړنګولو او نړولو ډیر وي او تر هغه ښه رغونکي او آبادونکي او لږ ړنګونکي او نړونکي هم د کاندیدانو په میدان کې نه وي ، تر دې وخته د هغوی د ټولو نیمګړتیاوو او بدیو سره سره د دنیا دچارو سمبالو هغوی ته سپارل شوي وي ، خو کوم مهال چې هغوی لږ رغونکي او ډیر ړنګونکي شي، نو خدای تعالی هغوی د دنیا دچارو له سمبالولو څخه لیري کوي . او کوم بل کاندید د دغه شروطو سره سم  د دنیا د چارو د سمبالولو لپاره ټاکي .

د باغ دڅیښتن او د باغبان بیلګه :

دا بلکل یو طبیعي نظام دی او ستاسې عقل به شهادت ورکړي ، چې باید همداسې وي . که له تاسې څخه د کوم سړی یو باغ وي، او هغه ئې کوم باغبان ته وسپاري، نو تاسې پخپله ووایۍ : چې د هغه  لومړۍ خبره او سپارښتنه به دغه باغبان ته څه وي ؟ ، د باغ څیښتن به له باغبان څخه  هرو مرو دا غواړي ، چې هغه د ده باغ  ښه ورغوي او آباد ئې کړي ، خراب او ړنګ ئې نه کړي  ، هغه به حتما همدا وغواړي ، چې د هغه باغ هر څومره چې کیږي ،په ښه حالت کې وساتل شي او ورغول شي ، د هغه په ښکلا کې ، د هغه په ښایست کې ، د هغه په پاکۍ او صفایۍ کې لا زیات پرمختګ او اضافتوب وشي . کوم باغبان چې د ښه زحمت او زیار سره او د ښې سلیقې سره د هغه د باغ خدمت کوي ، هغه پاک او ستره ساتي ، د هغه د  ښو او ثمرداره  ونو پالنه کوي ، او بدې ونې ترې باسي ، او د هغه د ښکلا لپاره ګټوره کارونه کوي ، نو خامخا به هغه دا زیارکښ او لایق باغبان خوښوي او له هغه څخه به خوشحاله وي ، او هیڅکله به حاضر نه شي ، چې هغه له خپلې دندې څخه لیري کړي . خو د دې برعکس که هغه وګوري ، چې باغبان نالایقه او بې کاره دی ، او لاسي یا د ناپوهي په حالت کې د ده باغ خرابوي ، ټول باغ د چټلیو څخه ډکوي ، او اوبه بې ځایه لګوي ، بې ګټې شنه اوکښت پکې را زرغون کیږي و او ښکلي ګلان او بوټي په بې رحمانه توګه غوڅوي ، ثمر داره ونې له منځه وړي او بې ګټې او اغزي داره شنه ورځ تر بلې په باغ کې ډیریږي ، نو تاسې پخپله ووایۍ ! چې دباغ څیښتن به دغسې باغبان څرنګه خوښ کړي . دڅه ډول سپارښتنه او دکوم ډول راکړه ورکړه ، او عذر او زارۍ ، اود کوم ډول پلارني حقوقو یا نور پخپله جوړ کړي حقوقو په لحاظ به حاضر شي چې خپل باغ دغسې باغبان ته وسپاري  ؟.  ډیر تر ډیره دا رعایت  به ورسره وکړي ، چې د اخطار سره یو ځل بیا موقع ورکړي ، خو کوم باغبان چې د اخطار سره خپلو کړو ته متوجه نه شي ، او باغ د تباهۍ په لور وړی ، نو د دې غلاج تر دې پرته بل څه نه شي کیدای چې د باغ څیښتن هغه تر غوږ و نیسي او له باغ څخه ئې وباسي او په ځای ئې یو بل نوی باغبان مقرر کړي .

اوس لږ غور وکړئ ، چیرې چې تاسې د خپل یوه باغ  د چارو د سمبالولو لپاره دا راز کړنلاره انتخابوئ ، نو خدای چې دومره پراخه ځمکه ئې د ټولو وسایلو او امکاناتو سره انسانانو ته سپارلې ده ، او دومره پراخه اختیارات او واک د دغه دنیا د مخلوقاتو د تسخیر لپاره ورکړي دي ، نو هغه به دا پوښتنه څرنګه هیره کړي ، چې ته د ده دنیا رغوې او کې ئې ړنګوې ؟ . که ته ئې رغوې نو داسې کوم علت نه پیدا کیږي ، چې هغه تا خامخا د خپلې دنیا د چارو له سمبالولو څخه لیري کړي ، خو که ته هیڅ څه نه آبادوې ، او د هغه تعالی دا لوی او عظیم الشان باغ ړنګوې او خرابوې ، که ته د خپل قابلیت او پوهې دعوی په هر راز بنیاد باندې ټینګه کړې ، خو هغه تا ته په دغه باغ باندې د چارو د سمبالولو حق نه درکوي ،او نه ئې مني ، درې څلور ځله به د اخطار سره موقع درکړي ، خو بلآخره به دې د باغ د چارو له سمبالولو څخه ګوښه کړي .

د څیښتن او ملازم  د لید لوری  ټوپیر :

پدې  معامله کې د خدای تعالی او دانسان په لیدلوری کې داسې ټوپیر دی ، څرنګه چې پخپله په انسانانو کې د یوه باغ د څیښتن لیدلوری د باغبان له لیدلوری څخه متفاوت وي . فرض کړئ چې د باغبانانو یوه کورنۍ د دریو څلور پشتونو راهیسې د یوه سړي په باغ کې کار کوي ، د هغې کورنۍ کوم نیکه یا جد د خپل لیاقت له کبله دلته باغبان شوی ؤ ، بیا دهغه اولاد هم ښه کار وکړ ، او د باغ څیښتن فکر وکړ چې د علت او سبب نه پرته ولې هغه لدې دندې څخه لیري کړي ، چې په ښه توګه ئې تر سره کوي ، او بل نوی باغبان مقرر کړي ، تر کومه ځایه چې دا باغبان په سمه توګه خپله باغباني کوی ، نو لومړي حق د هغه دی ، چې پرخپل ځای پاتې وي . د دې برعکس که هغه نا لایق او بې سلیقه ثابت شي ، د ښې باغبانۍ هیڅ ډول قابلیت پکې نه وي ، ټول باغ ړنګ بنګ کړي ، او د هغه دا دعوی وي ، چې موږد پلار او نیکه له وخته د دې باغ باغبانان پاتې شوي یوو ، زموږ د جد په لاس د لومړي ځل لپاره دا باغ آباد شوی دی ، لهذا زموږ دا پیدایشي حقوق دي ، او اوس  په هیڅ ډول جایزه نه ده چې د دغه باغ له باغبانۍ څخه ګوښه شوو ، او کوم بل څوک د دغه باغ باغبان شي . دا د نا لایق او بې کفایته باغبانانو لید لوری دی . خو آیا دباغ د څیښتن لیدلوری هم داسې کیدای شي ؟ . آیا هغه به ونه وایي : چې ما ته خو تر ټولو نیږدی او مقدم شي زما د باغ ښه پالنه ده ؟ ما دا باغ ستا د نیکه لپاره نه ؤ ایښی ، بلکې هغه مې د دغه باغ لپاره د نوکر په څیر ګمارلی ؤ ، ستا پر دغه باغ باندې چې هر څومره حقوق دي ، د قابلیت او خدمت په اساس مشروط دي ، که باغ آباد کړي ستا ټول حقوق به خوندی وي ، د پخوانیو باغبانانو سره زما څه دښمني ده چې هغوی کار هم په ښه توګه کوي او زه  د اړتیا نه پرته خامخا هغوی له کار څخه لیري کړم او نوي باغبانان تجربه کړم ؟ خو که ته دغه باغ ړنګوی او بربادوی ئې نو بیا ستا هیڅ ډول حق نه منل کیږي ، نور باغبانان شته دي ، باغ هغوی ته سپارم و او ته به د هغوی تر امر لاندې کار کوئ ، که د دې سره هم ته سم نه شوی او ثابته شوه چې د لاس لاندې هم سم کار نه کوئ ، اوهمداسې ړنګونکی  پاتې وئ ، نو ته به ضرور له دې ځای څخه وایستل شئ ، او د تا په ځای به بل خدمتګار ستا په دنده وګمارل شي .

دخدای تعالی او بندګانو د لیدلوری توپیر :

کوم توپیر چې دباغ دڅیښتن او باغبان د لیدلوری تر منځ دی ، کټ مټ همداسې توپیر د خدای تعالی او دانسانانو تر منځ وجود لري ، د دنیا مختلف ملتونه چې په کومو سیمو کې آباد دی ، د هغوی دا دعوی ده چې دا سیمې زموږ ملي مېنه او وطن دی ، په پرلپسې توګه زموږ پلارونه او نیکونه پکې اوسیدلی دي ، په دې سیمه باندې زموږ پیدایشي حق دی ، له دې کبله د دغه سیمې د چارو سمبالول هم زموږ حق دی ، چې باید موږ ئې پخپله تر سره کړو ، بل چا ته دا حق نه شته چې د بهر څخه راشي او زموږ د سیمې چارې سمبال کړي . خو د ځمکې د اصلي څیښتن ( خدای تعالی ) لید لوری داسې نه دی ، هغه تعالی هیڅکله دا سمتي او قومي حقوق نه دي منلي ، هغه تعالی دا نه مني چې په هر سیمه باندې دې د هغې داوسیدونکو پیدایشي حق وي ، چې په هیڅ توګه باید ورنه برطرفه  نه شي ، هغه تعالی خو ګوري : چې یو ملت پخپل هیواد او سیمه کې څرنګه کار کوي ، که هغه د سمسورولو او رغولو کار کوی ، که هغه خپل صلاحیتونه او قوتونه د ځمکې په ترقۍ او آبادۍ کې استعمالوي ، که هغه د بدیو مخنیوی کوی او دښیګڼو او نیکو اعمالو په ترویج او عامولو کې مصروف وي ، نو د ځمکې اصلي څیښتن ( خدای تعالی ) وايي : چې ریښتیا ته د دې مستحق يی چې د دغه سیمې یا هیواد د چارو سمبالول تا ته وسپارل شي ، ته له وړاندې دلته آباد هم وئ او د دې ځای اوسدنکی هم ئئ ، نو د نورو په پرتله د لومړیتوب حق ستا دی . خو که معامله برعکس وي ، رغول او سمسورول هیڅ نه وي او ړنګول او نړول ادامه ولري ، ښیګڼې او نیکۍ هیڅ نه وي او د بدیو څخه د الله تعالی ځمکه ډکیږي ، کوم شیان چې الله تعالی د ځمکې پر مخ پیدا کړي دي و هغه په پوره بې دردۍ او بې رحمې سره د منځه وړئ ، او ورنه سالمه او ګټوره استفاده نه کوئ ، نو بیا د خدای تعالی له لوری دغه ملت ته څه عذاب او اخطارونه کیږي تر څو خپله رویه سمه کړي ، که د اخطار او عذاب سره سره د دغه ملت رویه او کردار سم نه شو بیا ئې د چارو د سمبالولو له دندې څخه ګوښه کوي ، او کوم بل ملت ته چې د دغه ملت په پرتله لږتر لږه ښه او اهل وي ، هغه ته د دغې سیمې یا هیواد دچارو سمبالول سپاري ، او خبره په دې خای هم پای ته نه رسیږی ، او که د بل ملت تر لاس لاندې هم د دې رغولو او سمسورولو لیاقت او اهلیت پکې پیدا نه شو ، نو بیا ئې له منځه وړي او نابودوي ئې ، او په خای او سیمه  باندې ئې کوم بل نوی ملت آبادوي . پدې معامله کې د خدای تعالی لیدلوری همیش داسې وي ، څرنګه چې  باید د یوه څیښتن لیدلوری داسې  وي . هغه تعالی د خپلې ځمکې د چارو په سمبالولو کې سیمه ایزو ، قومي او پیدایشي حقوقو ته نه ګوري ،  هغه تعالی خو ګوري ، چې څوک د هغه تعالی په ځمکه کې رغول او سمسورول کوي او ړنګولو ته لږ تر لږه میلان لري ، په هر وخت کې چې هر څوک د دغه اصل په اساس تر نورو اهل او د دې کار صلاحیت ولري ، هغه د چارو د سمبالولو لپاره انتخابوي ، او تر کومه چې د هغه تر ړنګولو ، رغول او آبادول زیات وي ، او تر کومه چې د هغه په پرتله ښه ابادونکی او لږ ړنګونکی د کاندیدانو په ډګر که نه وي ، تر هغه پوري د چارو سمبالول ورته سپارل شوی وي  ، او دهغه سره پاتې وي .

لیکنه : ابو الاعلی مودودي

ژباړه : عبدالرحمن فرقاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x