نظــر

د دیني مدرسې نړول او په وړاندې یې تبعیضي چلند

زخمي افغان

څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت په یحیاخیلو ولسوالۍ کې د عزیز الله کاروان تر مشرۍ لاندې اربکیانو د نجم المدارس عثمانیه په نوم مدرسه په بمونو والوزوله او له بیخه یې ونړوله. ځايي خلک وایي چې دا مدرسه شاوخوا پنځه دیر ش کاله پخوا ودانه شوې وه، پخوا په کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې طالبانو دیني زده کړې کولې، مګر په وروستیو کې د نا امنیو له امله په کې د طالبانو شمیر کم و، خبر وایي چې اربکیانو نه یوازې د مدرسې اطاقونه نړولي بلکې له کتابخانې او مسجد نه یې هم بارود رسۍ تاو کړې او الوزولي یې دي.

په دې ویرجنه او ظالمانه حادثه باندې څو ورځې اوړي، تر اوسه رسنۍ پلټم چې ممکن کومه افغاني یا نړیواله رسنۍ به ددې دردوونکې پیښې خبر نشر کړي او یا به ورباندې تبصره وکړي. مګر له څو اسلام پلوو رسنیو پرته هیڅ راډیو، ویب پاڼې، ټیلویزیون او یا اخبار هم تراوسه ددې پیښې خبر نه دی را اخیستی.

تاسو تصور وکړئ، که چیرې کوم څوک په کابل کې د موسیقۍ د زده کړې په انسټیټیوټ باندې چاپه واچوي، زده کوونکي ووهي، بندیان او شکنجه یي کړي او وروسته د انسټیټیوټ ودانۍ په بمونو والوزوي او هلته د موسیقۍ ټول آلات او ارشیف له منځه یوسي. نو تاسو څه باور کوئ چې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ به دغه خبر په څه ډول بدرګه کړي.

زما خو باور دی چې دغه خبر به نه یوازې په هماغه شیبه له بي بي سي نیولې تر سي این این پورې د ټولو رسنیو سرټکی شي. بلکې تر اونیو اونیو به ورباندې تبصرې، مستند راپورونه، مرکې او تحلیلونه خپاره کړي. د تصویري رسنیو خبریالان به په انسټیټیوت کې د زده کوونکو ډمانو د هر تن جلا پوښتنه وکړي، دهر تن کیسه او داستان به راپور کړي، د هغوی په اړه د عمومي وجدان عاطفه به راوپاروي، مستند فلمونه به ورباندې جوړ شي، دولت به په نوي ډیزاین د ډمتوب د انسټیټیوټ د جوړولو وعده وکړی، ډاکټر عبدالله او اشرف غني به د پيښې له ځای نه لیدنه وکړي، د پيښې په اړه به ارګ ځانګړی د غمرازۍ فرمان صادر کړي، عاملینو ته د سزا ورکولو وعده به وکړي او داسې نور ډیر اقدامات

اما اوس چې مدرسه نړیدلې، د ډمتوب په ځای د اسلام او دیني علم سپکاوی شوی، د ډم او سازنده په ځای د پیغمبر وارث او ددین طالب وهل شوی او شکنجه شوی، د رباب او ګیتار په ځای د الله تعالی کتاب په بمونو الوتی . . . نو د مفکر په واکمنۍ کې خیر خیرت دی، دومره خیر خیرت چې حتی دغه بوږنوونکې پیښه خبري ارزښت هم نلري او نه خبر بلل کیږي.

دغه ډول پيښې باید په ژور ډول تحلیل او تفکیر شي. موږ د غرب روزلي اشرف غني تر واک لاندې کومې خواته روان یو؟ کله چې فحاشې اریانا سعید ته د شهامت میډال ورکول کیږي خو د مولانا صبور غوندې واقعي افغان او په وطن مین ملا یوازې د اسلام په جرم پردی بلل کیږي او د نظام په دیکته ورپسې تبلیغات کیږي. کله چې د ښار اعزازي مجالس په فساقو او ډمانو ډکیږي او زندانونه په عالمانو، حافظانو او داعیانو، دغسې وضعیت بالاخره په څه دلالت کوي؟

که د هیواد متدین قشر د روان فسق ځپلي وضعیت او د مفکر د ګمراهانه پلانونو په وړاندې خاموش پاته کیږي دا به یې له راتلونکو نسلونو سره تاریخي جفا وي. که د مفکر دګمرهانه پالیسیو مخه ونه نیول شي نو له اوسه درته وایم چې افغانستان به د منځنۍ اسیا د هیوادونو غوندې له اسلام څخه بیګانه او زموږ راتلونکي نسلونه به خدای مکړه نامسلمانان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x