بلوغ ته د رسېدلو او لادونو تربيه مو څنګه کوئ او له انحراف څخه يې څنګه ژغورئ؟

محمد نبي (الدين)

انسان د لاندي درو علامو په لرلو سره بالغ ګڼل کيږي:

●پنځلس ۱۵ کاله عمر پوره کول

●احتلام

●د زير ناف وېښتيان را شنه کېدل

دا په دې معنی، چي دی نور لوی سو، د لوی والي میلان پکښي را و ټوکېدی او و مقابل جنس ته يې رغبت پيدا سو.

په دې عمر کي دی نور د الله -عز وجل- له لوري په شرعي احکامو مکلف سو- لکه: لمونځ، روژه او نور … او د قيامت په ورځ به يې په اړه پوښتل کيږي.

په دې عمر کي د نارينه ميلان و ښځي ته پيدا کيږي او د نجلي ميلان و نارينه ته پيدا کيږي …دا ميلان داسي شی دی، چي الله -عز وجل- انسان پر همدې فطرت پيدا کړی دی، که چيري دا میلان او رغبت نه وي، نو د نړۍ نظم به له منځه لاړ سي.

ښه ټولنه هغه ده، چي خپل اولادونه له انحراف څخه و ساتي..

او د فاسدي ټولني اولادونه غالبًا فاسد وي او داسي يې جوړوي، چي خپله غريزه له يوې لاري تر سره کړي، که روا وي که نا روا وي.

ځوانان په دې عمر کي لاندي شيانو ته اړتيا لري:

مخامخ ناستي:

زويه! ته اوس لوی سړی سوې! د قيامت په ورځ به الله ستا څخه، ستا د هري کړني پوښتنه کوي.

ځيني آداب او شرعي احکام په ګډه ورسره مطالعه کول، لکه د الله عز وجل دا قول: قل للمؤمنينَ يغُضّوا منْ أبصارِهمْ ويحفظوا فروجهُمْ ذلك أزْكى لهمْ إنّ اللّهَ خبيرٌ بما يصنعُون” [النور:30].

ښه خو لا دا ده، چي تفسير هم ورسره ملګری وي.

همدا راز په شريکه د لاندي موضوعاتو په اړه بحث او مناقشه ورسره کول:

¤د ښځو سره د اختلاط احکام

¤د ښځو مجالسو ته د ګډون احکام

¤ښځو ته د کتلو احکام

¤حكم التصنت

¤اطاق ته د ننوتلو پر وخت آداب

¤ د عورت لوڅولو احکام

همدا ډول دا يادونه ورته کول، چي الله عز وجل ته پاک لمنی ځوان محبوب دی:

رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمايي: ”سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله” ومنهم ”وشاب نشأ في طاعة الله”.

ژباړه: اووه کسان دي، چي د قيامت په ورځ به الله عز وجل تر خپل سيوري لاندي سايه ورکوي، دا هغه ورځ ده، چي بل سيوری به نه وي، يو له هغو څخه هغه ځوان دی، چا چي خپله ځواني د الله په طاعت کي تېره کړې وي.

دا کوښښ بايد وسي، تر څو يې د پرديو ښځو سره د لاس د روغبړ څخه را منع کړو، تر څو پاک لمني يې عادت سي او د ښځو په غونډو او مجلسونو کي ګډون و نه کړي.

دوی و نرمۍ، يو ډول دل آسايۍ او په سړه سينه خبرو کولو ته اړتيا لري.

هر کله چي فرصت پيدا سو، الله عز وجل بايد ور په ياد کړل سي! او په دې پوه کړل سي چي الله عز وجل ستا په پټو او ښکاره ټولو کړنو خبر دی.

د خپلي ميني احساس بايد ورکړو، پر اوږه او سر يې لاس ور تېر کړو!

د دې کوښښ وکړو، تر څو ښه او صالح ملګري ورته و لټوو او د علم مرکزونو ته يې ولېږو!.

دا ټول هغه څه دي، چي ان شاء الله ډېر مفيد به تمام سي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د