fbpx

امریکا له پاکستانه خپلې نهه پوځي چورلکې بېرته واخيستې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶): امریکا له پاکستانه هغه نهه پوځي چورلکې بېرته واخيستې، چې په ۲۰۰۲ کال کې يې پر ډيورنډ کرښې د مخالفينو د څارلو لپاره ورکړې وې.

د پاکستان جيو نيوز ټلويزون ويلي، چې څه موده وړاندې امریکا له پاکستانه د خپلو پوځي چورلکو د بېرته اخيستو غوښتنه کړې وه، چې څلور يې څو ورځې وړاندې او پاتې پنځه يې پرون ناوخته امریکا ته وسپارلې.

د رپوټونو له مخې دغه چورلکې په بار وړونکې الوتکې کې امریکا ته لېږول شوي دي.

د روان کال په پيل کې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ واک تر لاسه کړ، د امریکا او پاکستان اړيکې سره ترينګلې شوې.

 د ټرمپ له لوري د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د تګلارې له اعلانولو وروسته د اړيکو ترينګلتیا تر ډېره زیاته شوه.

ټرمپ او نورو امريکايي چارواکو پاکستان د «ترهګرو په ملاتړ او ځای ورکولو» تورن کړ، خو پاکستاني چارواکو وويل، چې امريکا په افغانستان کې ماته شوې او د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنيو چارو وزير ریکس ټيلرسن کابل، اسلام اباد او نوي ډيلي ته د خپل لومړني رسمي سفر پر مهال په درې واړو هېوادونو کې پاکستان ته ګواښ وکړ، چې د «ترهګرو» له ملاتړه لاس واخلي او د مخالفينو پر ضد يې د يو اړخيزو عملياتو ګواښ هم کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي و، چې امریکا دې پاکستان ته د ګوتو نيولو پر ځای خپل ګرېوان کې هم وګوري، چې تېرو شپاړسو کلونو کې يې افغانستان کې څه بريا تر لاسه کړې ده.

نوموړي دا ټينګار هم کړی و، که امريکا په افغانستان کې خپله ماتې ومني، پاکستان به ورسره مرسته وکړي.

ريکس ټيلرسن ګواښ کړی، که پاکستان له دوی سره مرسته وکړي، که نه، دوی به د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ساتي.

د امریکا له لوري له پاکستانه د پوځي چورلکو له اخيستو سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم خړې پړې شي.

جيو نيوز د چارواکو له خولې وايي، چې دغه پوځي چورلکې پر ډیورنډ کرښې، قبايلي سيمو او بلوچستان کې د مخالفينو د ځپلو سربېره د ناامنيو او مخدره موادو په مخنيوي کارول کېدې، چې د الوتکو له بېرته اخيستو سره به دغه چارې له ګواښونو سره مخ شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

کہ ضرورت سو بیابہ یی ورکی شرمیدلی پہ شرم څہ پوھیږ‎ی البتہ اخیستونکی درښایم

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

چا ویل چه هندوانه او چای سره خپلو کی دشمنی لری، بل هوشیار ویل چه چای او هندوانه خپلو کی سره عاشق او معشوقه دی ، مونږ ته یی چل جوړ کړی . پاکستان په سیمه کی د دوهم اسراییلو حیثیت لری ، فوخ ته یی د کابل څو بیلونه دالر ورکوی یعنی فوځ یی دامریکا له خوا تمویل او تجهیز کیږی کوم فوځ چه د چا له خوا تمویل او تجهیز کیږی هغه د هغه فوځ وی . فوځ چه د چا وی هغه هیواد یی هم خپل کړی وی . دا چه ویل کیږی امریکا پاکستان دا او… نور لوستل »