شعـــــرونه

سپېڅلتيا – الهام

له خداى سره دوستي ده سپېڅلتيا
ژوندون كي لا زمي ده سپېڅليتا

ترې ليري ليري ښوري  شيطانان
تقواى ده دينداري ده سپېڅلتيا

دنيا كي په خوارئ كه سپېڅلتوب
عقبا كي سر داري ده سپېڅلتيا

پخپله دى سپېڅلى انسان نيك
له نيك سره ياري ده سپېڅلتيا

لمونځونه دي روژې  دي  سراسر
جهاد دى  بندګي  ده سپېڅلتيا

وفا ده سر تر پايه بس وفا
دا نه چي غداري ده سپېڅلتيا

غرور نه دى الهامه ! پام او پام
زارئ دي خاكساري ده سپېڅلتيا
2014/03/29
سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x