dr abdullah news confrance

عبدالله: امنيت شورا دې د طالبانو مشران په تور ليست کې شامل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتي، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده او نورو مشرانو نومونه په تور لېست کې شامل کړي.

عبدالله تېره ورځ په کابل کې د امنيت شورا د بنديزونو د کمېټې له مشر غیرت عمروف سره د ليدو پر مهال له نوموړي دغه غوښتنه وکړه.

تر اجراییه رييس وړاندې د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني هم د امنيت شورا د بنديزونو له کمېټې غوښتي و، چې د شيخ هبت الله اخندزاده نوم دې د ترهګرو په لېست کې شامل شي.

د سياسي چارو کارپوهانو دغه ډول څرګندونې ناسمې بللي او دغه ډول هڅې يې د سولې د ممکنه هڅو پر وړاندې خنډونه ياد کړي دي.

د کارپوهانو په باور دغه ډول بنديزونه پر طالبانو ځکه اغېز نه کوي، چې د طالبانو مشران نه په ښکاره سفرونه کوي او نه هم په بانکونو کې حسابونه لري، چې د بنديزونو له امله به ورته زیان ورسيږي.

څارونکي دا هم وايي، چې امریکا او ايتلافيانو يې کله پر طالبانو رحم کړی، چې اوس يې هم نوم په تور لېست کې شاملوي.

په ورته وخت کې د سولې شورا، د ملي شورا ځينو غړو او سیاسي کارپوهانو د عبدالله عبدالله څرګندونې غندلي او مخالفت يې ورسره ښودلی دی.

د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد ويلي، چې دی د ډاکټر عبدالله له غوښتنو سره مخالف دی او زیاتوي، چې له دې ډول څرګندونو سره د حکومت او مخالفينو تر منځ ستونزې نورې هم زیاتېږي.

د سياسي چارو بل کارپوه ډاکټر فاروق اعظم هم امریکا غږ سره په مرکه ګډ حکومت په دوه مخۍ او تناقض تورن کړ او غوښتنه يې وکړه، چې روانه جګړه له پوځي لارې نه، بلکې يوازې  د خبرو له لارې اوارېدی شي.

د فاروق اعظم په خبره، د ډاکټر عبدالله څرګندونې د ټرمپ د جګړه ییزې سټراټيژي برخه ده، چې غواړي پر طالبانو فشارونه زیات کړي او هېڅ پايله به ونه لري.

د ګډ حکومت اجراييه مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې حکومت تر ټولو کمزوي حالت کې دی، يو طرف ته د خپلو عسکرو او عامو خلکو ژوند نه شي ژغورلی او بل لور ته د جګړې تودولو لپاره دغه ډول څرګندونې کوي، چې شونې ده مخالفين دې ته اړ کړي، چې خپل بريدونه او چاودنې ورسره نورې هم زیاتې کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

دچاچی ژوندټول سنگروی او ھیلہ یی شھادت وی دھغودپارہ دتورلیست غوښتنہ جھل مرکب دی

جمال
میلمه
جمال

ډبل عبدالله مه ګرموی ، له ګیدړانو چه زمریان جوړ شوی هغه ع ، غ او د هغوی نوره ټوله اداره ده ، مګر د دغه ګیدړی څخه زمریتوب ته بدلول د ځان پلورلو په بیه دی هغه ځآن پلورل نه چه ډالری یی اخستی وی بلکه اشغلګر چه کوم یو سره د لوړپوړو پوستو ژمنه کوی لمړی ورته په ځانګړو مجالسو کی بلنه ورکوی هلته عسکر و ته دنده ورکول شوی چه د هغو لوړپوړو او میرمنو سره د شرابو له پړسولو وروسته زنا او لواطت وکړی ویدیو ګانی یی ډکی کړی هغوی د نشی وخت کی له ځانه… نور لوستل »