شعـــــرونه

د کمونیزم خوله کي

د کمونیزم خوله کی می انسانان ولیـــدل
یو څو زاړه پکی وه نورمی ځوانان ولیدل
***
تری شاوخوا راتاو وی د یتــــیمانو حلقی
چیغی او ناری جوړی وی د قریبانو حلقی
هر څیز په ویر ویرن می سپیره نالان ولیدل
یو څو زاړه پکی وه نورمی ځــــوانان ولیدل
***

دا اندامو خرپی وو په بی رحمی ماتــــــول
ښــــــه په مزه مزه یی په تبرګی ماتــــــول
اورته می ‌ډیر ویرلی هک پک حیران ولیدل
یو څـــو زاړه پکی وه نورمی ځوانان ولیدل
***
د کمونیزم صورت وه د انسان څـــــیره کــــــی
نه یی خزندی صورت کی نه د حیوان صورت کی
خولی یی په وینو ســـری وی ما یی چیچیان ولیدل
یو څــــو زاړه پکی وه نورمی ځــــــوانان ولیدل
***
د عـــــدالـت شعاروه دغه انسان کـــــــاراوه
ځان یی ویاړلی ګاڼه بریتور ځوان کاراوه
د انسانی دنـــیا می دا معماران ولـــــــیدل
یو څو زاړه پکی وه نورمی ځوانان ولیدل
***
دا د نظام نوم وه دوی هم نظــــــام نوماوه
دغه کم بخت انسان ته یی دغه انعام نوماوه
په دی لعنت ککړ می ټول (مارکس مابان) ولیدل
یو څــــو زاړه پکی وه نورمی ځوانان ولیدل
***
لما وحشت ورک سو چی عدالت می ولــــید
له عاطفی منکر شم چی عطوفت می ولــــید
په بربریت اختـــــــــه می کمونیستان ولیدل
یو څو زاړه پکی وه نورمی ځـوانان ولیدل
***
( رزینه ) ستا خوښه څه چی لیکه لیکه یی
دیموکراسی راغلی څه چی کــوی کوه یی
ما په بی شمیره شمیر کی یاد رنګ خلقیان ولیدل
یو څـــــو زاړه پکی وه نورمی ځوانان ولیدل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x