افغانستان

لوګر: د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۴۶ ملکیانو ته مرګ-ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: له لوګر ولایت څخه ورکول شوي خبرونه وایي، چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هغو عملیاتو کې، چې له تیرو لسو ورځو راهیسې يې پیل کړي دي، تر دې مهاله پکې يوازې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ-ژوبله اوښتې او که عملیات ونه درول شوي، ښایې مرګ-ژوبله نوره هم لوړه شي.

د څرخ ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا غړي او یو شمېر نور سپين ږېري وايي، چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو قربانیان ټول ملکي خلک دي.
د دوی په خبره چې په دې عملیاتو کې یوولس ملکي وګړي وژل شوي او له۳۶  زیات نور ټپيان دي.

د دوی د سېمي د اوسېدونکو په استازیتوب له افغان حکومته د روانو عملیاتو د درولو غوښتنه وکړه.
د څرخ ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر محمد نعیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات له تیرو څه باندې لسو ورځو راهیسې پیل شوي او لا هم دوام لري او زیاتوي،چې په دې عملیاتو کې تر ډیره ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې:
“کله چې طالبان له کوڅو نه پر دوی کوم ډز وکړي امنیتي ځواکونه هغه ځای په توپونو او هاونونو ولي.
 تاسو کولای شئ د کابل په ایمرجنسي روغتون او د لوګر د عامې روغتیا په روغتون کې زموږ ټپیان وګورئ، چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري پکې شامل دي.
یوولس تنه وژل شوي او پنځه دیرش نور ټپیان دي.”
 په همدې حال کې د څرخ ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا غړي ملک عبدالله ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو له عملیاتو نه ډیر په تنګ شوي.
 د ده په خبره په دې اړه یې خپل شکایتونه د لوګر والي او په ولسي جرګې کې د دې ولایت ځینو استازو ته هم رسولي دي، خو تر اوسه پورې يې کوم جدي اقدام نه دی نېولی.
د سرچینې په وینا، ملک عبدالله له څرخ ولسوالۍ نه په داسې حال کې له خبریال سره پر ټیلیفون خبرې کولې چې د ډزو غږونه هم اوریدل کیدل:
“زموږ پر سیمه سلګونه هاوانونه لکه باران داسې وري،ایا موږ ماشومان او د ژوند کولو حق نلرو.
 “پر موږ داسې حال دی تاسو ورته غوږ ونیسئ.”

په داسې حال کې، چې راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاته دي، پر پلازمېنه سربېره د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه د طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ د جګړو، بریدونو او نښتو تاوده خبرونه ورکول کېږي. 

داسې راپورونه هم شته، چې ښيي افغان امنیتي ځواکونو په ځينو لرې پرتو سېمو کې عملیات پيل کړي او په ځينو نورو کې یې بیا خورا زیات عسکر ځای پر ځای کړي، چې تر ټولو یې ملکي وګړي ډېر زیانمن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x