دیني، سیرت او تاریخ

افغانستان ته اسلام څنګه راغی؟ (پنځمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په عراق کې مسلمانان او فارسیان په یوه لوی جنګ معرکة القادسیه کې سره مخامخ شول فارسیانو ماتې وخوړه او د هغوی مشر بادشاه په تېښته شو بیا له یوه ښار نه بل ښار ته تلو او مجاهدین ورپسې وو تردې چې د خراسان (اوسني افغانستان) خاورې ته را ورسېدل او مجاهدین هم ورپسې راغلل او پدې توګه یې د خپلو قربانیو په قیمت مونږ ته داسلام رڼا راوړه الله تعالی د دوی ته زمونږ له اړخه اجر ورکړي پدې لیکنه کې دا کیسه له معتمدو تاریخي کتابونو را اخلم او له ګرانو لوستونکو سره یې شریکوم په تېره برخه کې مونږ ولوستل چې حضرت احنف بن قیس رحمه الله راغلو په هرات یې حمله وکوله او فتح یې کړو د هغې برخې په تعقیب …

حضرت احنف بن قیس رحمه الله چې پوه شو چې په هرات او شاخوا ښارونو یې قبضه کلکه شوه نو حضرت صحار العبدي رحمه الله یې په هرات کې پرېښود او ده مبارک خپل لښکر له ځان سره کړو مرو الشاهجان ته روان شو چېرته چې د فارسیانو مشر دریم کسرا یزدجرد په ځان باندې څه خلک را ټول کړي وو او همغلته یې خپله واکمني ساتلې وه خو کله چې خبر شو چې د مسلمانانو لښکرې په ما پسې د حضرت احنف بن قیس رحمه الله تر قومانده لاندې له هرات نه را روانې شوې ده په دې ځای کې هغه خزانې چې له ځانه سره یې د خپل نیکه د واکمني له ځای المدائن نه را وړې وې او تر اوسه یې ورسره ګرځولې ټولې یې په یو ځای کې خښې کړې او هېڅوک یې ورباندې خبر نه کړل او خپله یې له دې ځا نه هم پښې سپکې کړې او مَرْو الرُّوذ (مخکې یې مونږ ذکر کړی وو) له مرو الشاهجان څخه ۲۰۰ کیلو متره لرې دی هلته و تښتېدو او دا مَرْو الرُّوذ په هغه وخت کې د دولت فارسي یو له لویو ښارونو څخه وو لدی ځای نه یې ملک الترک چې خاقان نومېدو احوال ور ولېږلو او له هغه نه یې وغوښتل چې د مسلمانانو په مقابل کې دده مرسته وکوي همدارنګه ملک الصین (چین) له هغه نه یې هم کمک وغوښت او یو بل دولت وو چې بلاد الصغد یې ورته ویل بخاری ، سمرقند ، خوجند شهر سبز او د اوسني تاجکستان علاقې پکې وې او بېل دولت وو د وخت په تېرېدو سره له نقشې نه ختم شو دا دری واړه داسې دولتونه وو چې د فارسیانو له دوی سره تړون وو چې دوی به یو پر بل باندې تیری نه کوي او که د دوی له چا سره جنګ کیږي یو له بل سره به مرسته کوي لکن په هغه وخت کې چې کله یزدجرد له دوی نه مرسته وغوښته ترکان دده مرستې ته تیار شول دهغوی د تیارېدو وجه دا وه چې د ترکي دولت ځینو برخو ته هم اسلامي غازیان ور ننوتلي وو ترکانو غوښتل چې له موقع نه په استفادې سره به دوی فارسیان ددې لپاره هم استعمال کړي چې دا مسلمانان د خپل دولت له ځینو برخو وباسي ، او الصغد دولت هم ورسره ومنله چې زه به جنګیالی در ولېږم چې لتا سره د مسلمانانو په مقابل کې و جنګیږي لکن ملک الصین (د چیني دولت مشر) تر دوی دواړو هوښیار وو هغه د هغه کس نه پوښتنې وکولې چې یزدجرد دده مجلس ته د مرستې غوښتنې لپاره ور لېږلی وو له هغه نه یې د مسلمانانو په اړه څه پوښتنې وکولې لکه :

د چین بادشاه ورته وویل : سره ددې چې تا وویل چې مسلمانان په تعداد او اسبابو کې له تاسې نه کم وو نو بیا دې کسانو تاسې له خپلو ښارونو پسې را واخیستئ او دادي تر خراسان پورې یې را ورسولئ پدې کې څه راز وو، دا مسلمانان څنګه خلک وو چې لتاسې کم وو او تاسې ته یې ماتې درکړه ؟

د یزدجرد استاذی : بس د دوی په اړه ته چې څه پوښتنې کوې زه به یې ځواب درکړم.

د چین بادشاه : آیا مسلمانان چې له چا سره تړون وکوي وفا ورباندې کوي؟

د یزدجرد استاذی : هو بالکل

د چین بادشاه: مسلمانان تر جنګ وړاندې تاسې ته څه وایی؟

د یزدجرد استاذی : مونږ په دریو خبرو کې یوې خبرې ته ور غواړي مونږ ته وایی : یا اسلام قبول کړئ په امن به شئ بیا زمونږ وروڼه یاست ، کنه نو جزیه قبوله کړئ اسلامي دولت ته به جزیه ورکوئ او کنه نو جنګ ته تیار شئ .

د چین بادشاه : آیا مسلمانان د خپلو مشرانو اطاعت کوي ؟.

د یزدجرد استاذی : ما تر دوی زیات د مشر اطاعت کوونکی نه دي لیدلی .

د چین بادشاه : دوی څه ته حرام وایی څه ته حلال وايي ؟

د یزدجرد استاذی : څه شیان یې په شمار ورته شمار کړل چې دا کارونه کوي او دا نه کوي .

د چین بادشاه : آیا په دوی کې چې کوم شی حرام دي داسې هم کیږي چې دوی هغه حرام ځان ته حلال کړي او یا یو حلال شی ځان ته حرام کړي؟

د یزدجرد استاذی : نه بالکل نه .

د چین بادشاه : دا خلک چې ترڅو د خپل دین د حرامو او حلالو د سرحدونو څخه نه تریږي دا به همېشه کامیاب وي .

د چین بادشاه : دوی څنګه جامې آغوندي؟

د یزدجرد استاذی : ازادې جامې آغوندي او داسې جامه آغوندي چې ځان یې پکې پټ وي او دروند پکې ښکاره کیږي .

د چین بادشاه : د دوی سپرلی څنګه دي؟

د یزدجرد استاذی : عربی آسونه ورسره دي او لوی لوی اوښان ورسره دي بس نور څه شی نه لري (د نورو دولتونه سره به تربیه شوي زمریان وو ، جنګی فیلان به وو) .

لدې معلوماتو وروسته د چین بادشاه یزدجرد ته ولیکل : زه تاته دومره فوج در ليږلی شم چې یو سر به یې لتاسره په مرو کې وي او بل سره به یې دلته په چین کې وي لکن دا خلک چې په اړه یې ستا استاذي ماته وویل که غرونو ته اړم شي نو له خپله ځایه به یې وښوروي ، دوی چې ترڅو پورې پدې صفتونو باندې وي کوم صفتونه چې ستا استاذي ماته وویل نو که زه لتا سره مرسته وکوم نو دوی به ما هم پرې نه ږدي نو له دوی سره جنګ مه کوه او صلح ورسره وکوه .

مرسته یې ورته را ونه لېږله او هغه کړی تړون یې هم ورسره مات شو حضرت احنف بن قیس رحمه الله راغلو مرو الشاهجان یې فتح کړو دلته تم نه شوحضرت حاتم بن النعمان الباهلي رحمه الله یې دلته په مرو الشاهجان کې مشر مقرر کړو او دلته یې پرېښود خپله په یزدجرد پسې مَرْو الرُّوذ ته له خپلو غازیانو سره ور روان شو یزدجرد له هغه ځایه پښې سپکې کړې تخار ته و تښتېد او له دې نه ها خوا چې سیند دی چې په زاړه نوم سره جیحون او په نوی نوم کې آمو ورته ویل کیږي دلته چې یزدجرد راغلو حضرت احنف بن قیس رحمه الله له خپلو مجاهدینو سره په ده پسې دلته را روان شو په ده باندې زمکه تنګه شوه ځکه دا نو اوس د دولة فارس آخري سرحد وو شمال لور ته تر سیند ها خوا علاقه د ترکانو تر واکمني لاندې وه او شرق لور ته علاقه نوره د مملکة الصین (چین) تر واکمني لاندې وه .

ترکانو او الصغد دولت له یزدجرد سره وعده وکوله چې مونږ تخار ته جنګیالي در لېږو چې لتا سره مرسته وکوي لکن حضرت ا حنف بن قیس رحمه الله لکه باز داسې له مرو الزود نه تخار ته په یزدجرد پسې را روان شو او مخکې لدې چې یزدجرد ته مرسته کوونکی جنګیالي راشي مسلمانان ورپسې را ورسېدل یزدجرد چې تر اوسه پورې یې ځان ساتلو اوس یې بله چاره پیدا نه کړه مجبور شو چې د حضرت احنف بن قیس رحمه الله په مشرۍ د مجاهدینو سره میدان ته ښکته شي او له جنګ سره مخامخ شي او دا به اول جنګ وي چې یزدجرد پکې خپله هم شرکت کوي لکن ده د مسلمانانو جنګیالیو کیسې آورېدلې وې او دوی یې نه وو لیدلي چې دوی شهادت ته تر ژوند نه ډېر لیواله دي ، کوښښ یې وکولو چې خپلو کسانو ته په خپل وجود باندې ډاډ ورکړي چې زه هم درسره یم لکن هېڅ فایده یې ونه کوله د تخار نه بهر دوی ورته جنګ ته راوتلي وو جنګ شروع شو ډېر وخت نه وو تېر چې په فارسیانو کې ماتې ګډه شوه او یزدجرد چې د خپل لښکر په شا کې وو چې په صفونو کې یې منډه ګډه شوه ده هم منډه کړه او له مسلمانانو یې ځان ورک کړو لښکر تیت پرک شو سلاح او اسباب یې مجاهدینو ته ور پرېښودل او یزدجرد له خپلو یو څو محدودو کسانو سره تر جیحون (چې اوسنی نوم یې آمو دی) پورې وتل او تر سیند ها خوا ساحه د ترکانو تر واکمني لاندې وه هلته یې پناه یوړه .

حضرت احنف بن قیس رحمه الله چې د یزدجرد د وژلو ټینګه اراده یې کړې وه خوښول یې چې هلته هم پسې ورشي لکن امیر المؤمنین حضرت عمر رضی الله عنه چې یو مهربان امیر او تجربه لرونکی مشر وو دوی ته یې ویلي وو چې که یزدجرد هلته لاړ شي تاسې به پسې نه ورځئ او تر سیند به ها خوا د ترکانو علاقې ته نه ځئ ځکه دا کومې ساحې چې له فارسیانو څخه فتح کړل شوې دي په کار ده چې دلته خپلې پایې ټینګې کړو او دا علاقې له خطرونو څخه تصفیه کړو دا د حضرت عمر رضی الله عنه کامیاب سیاست وو .

حضرت احنف بن قیس رحمه الله په تخار کې د یو څه وخت لپاره پاتې شو بیا یې دلته په خپل ځای باندې مجاهدین پرېښودل دی ورڅخه بېرته مرو الروذ (مخکې مونږ دا خبره کړې چې په اوسنی نقشه کې دا په ترکمنستان کې دی) ته لاړو .

مراجع :

تاریخ الطبری

البدایة و النهایة

التاریخ الاسلامي

ویکیپيډیا پوهنغونډ

قصة الاسلام دکتور راغب سرهانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x