امریکایې جنرالان بایللي افغان جګړه ګټې؟!!‏

لیکوال: نظرمحمد مطمئن

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

د ډاکټر اشرف غني سره د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو لپاره د حنیف اتمر څخه پرته نور داسي کسان هم وو چې ډاکټر غني ته ډیر نږدې ‏ښکاریدل، ولي د امریکا او افغانستان د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک چې د امنیت شورا د مشر حنیف اتمر لخوا وشو، له همدې کبله، ‏او د هغه د خپل ځراکت او حکومتي تجربې له امله هغه په اوسني حکومت کې لومړي پوړ ته جګ شو.‏

ویل کیږي چې له حنیف اتمر سره ژمنه شوې وه چې په راتلونکي ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو کې به د غني ټوله ډله دده تر شا دریږي او ‏راتلونکی ولسمشر به وي، ځکه خو په لومړیو وختونو کې د ګډ حکومت له مشر ډاکټر غني سره حنیف اتمر په ځینو نړیوالو غونډو کې هم ‏داسي معرفي کیدی چې راتلونکی احتمالي ولسمشر به وي.‏

داځل ( ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۷ ) چې ډاکټر غني امریکا ته ولاړی، داسي ښکاري چې امریکایانو ته یې د لا زیاتې همکاري وعده ورکړی، او په ‏مقابل کې به د ډونالډ ټرمپ د ادارې ځینو کسانو بیا هم منلي وي چې راتلونکي کې به بیاځل ډاکټر غني ولسمشر وی، له همدي کبله ده ‏چې د ډاکټر غني د کمپاین ډلې فعالې شوي، ولي حنیف اتمر به د دې کار څخه راضي نه وی، او هغه به غواړي چې د ډاکټر غني ډله ‏ورسره په کړو ژمنو ودريږي.‏

داسي ښکاري چې د ډاکټر غني وروستی سفر چې امریکا ته وشو، او هلته یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل، ځینې ژمنې ‏به ورسره شوې او د ځینو ژمنو غوښتنه به ورڅخه شوې وي، ښکاري چې د یوې بلې پنځه کلنې دورې د حکومت د مشرکیدو ژمنه بیا هم ‏له ډاکټر غني سره به شوې وي، د یوې باورې سرچینې په حواله ویل کيږي چې له ډاکټر غني څخه د امریکا د حکومت او ولسمشر ‏غوښتنې څلور وي: ‏

۱ – د پاکستان په اړه هیڅ کار مه لرئ، امریکا پوهیږي چې د پاکستان سره کوم ډول اړیکې ولري.‏

۲ – کورني سیاسي مخالفتونه باید حل شي، له عبدالرشید دوستم، ډاکټر عبدالله او استاد محقق سره ستونزې له منځه یوړل شي.‏

۳ – ولسمشریزو ټاکنو ته باید چمتوالی ولرئ او ټاکني وشي.‏

۴ – په ۱۲ میاشتو کې د ننه په کار ده چې سیاسي مخالفتونه له منځه یوړل شي ، د ټاکنو برخلیک روښانه او د پاکستان په اړه هم د امریکا ‏تګلاره مخکې یوړل شي.‏

په کور دننه د ډاکټر غني ستونزې چې په کندهار کې یې عطامحمد نور او په کندهار کې جنرال عبدالرازق اطاعت نه کوي، بلکې ‏سرخوږی ورته جوړوي، په کابل کې لا هم د حکومت کابینه بشپړه شوې نه ده، ډیری وزیران سرپرست دي، او د ولسمشر د ویاند تشه هم ‏لیدل کیږي، چې دا مهال سرپرست ویاند لري.‏

ولسمشر غني به پلان ولري چې راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې ۱۰ میاشتي وځنډول شي، بریتانیا به د همدې ځنډ سره توافق وکړي، ولي ‏امریکا غواړي چې ټاکنې په خپل وخت وشي.‏

مخکېنی ولسمشر حامد کرزی هم د راتلونکو ټاکنو لپاره احتمالي کاندید کیدای شي، او له ځان سره به د روسیې، چین، ایران او ‏پاکستان مرسته ولري.‏

هغه هیوادونه چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري، یو پکې ایران کیدای شي، هغوی به ممکن له طالبانو وغواړي چې د کرزي پلویانو ته ‏ستونزې جوړي نه کړي، ایران او روسیه ممکن په دي نظر وي؛ که کرزی واک ته ورسیږی، هغه د امریکا د نظامي اډو سره مخالف دی، او له ‏نړیوالو به وغواړي چې له افغانستان څخه بهرني پوځیان ووځي، هغه څه چې د طالب غوښتنه هم ده.‏

امریکاچې د افغانستان بد امنیتي وضعیت نا ارامه کړي، د امنیتي وضعیت حالت هغه وخت لا زیات انديښمن کړل، چې د امریکا دفاع ‏وزیر او د ناټوسرمنشي جینز سټالټنبرګ کابل هوایې ډګر ته په را رسیدو ( ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۷) د دولت د مخالفینو لخوا په لسګونو ‏راکټونه د هوایې ډګر په سېمه کې ولګیدل. ځکه خو داځل (۲۳ اکټوبر ۲۰۱۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د پروان ولایت اړوند د ‏بهرنیو / امریکایې پوځیانو په تر ټولو لویه هوایې، پوځي او نظامي اډه کې د ګډ حکومت له مشر ډاکټر غني او اجرایه مشر ډاکټر عبدالله ‏سره وکتل.‏

ټیلرسن په افغانستان کې د لوړ پوړو چارواکو ، امریکایې سفارتي ډیپلوماټانو او امریکایې نظامي جنرالانو سره تر لیدنې وروسته په ‏همدې ورځ ( ۲۳ اکټوبر ۲۰۱۷) ناوخته عراق ته ورسید، هلته یې هم د هغه هیواد له مشرانو سره لیدنې کتنې درلودلې، عراق ته د ټیلرسن د ‏سفر پر مهال د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنیې وویل چې عراق دي د امریکا په وعدو نه غولیږي، او له امریکا سره دوستي د عراق په ‏زیان ده. بلخوا بیا ټیلرسن وویل چې په عراق او سوریه کې د ایران لاسوهنې نه شي منلای.‏

په عراق کې له عراقي چارواکو سره تر لیدنې وروسته ټیلرسن پاکستان ته ( ۲۴ اکټوبر ۲۰۱۷) ولاړی، او هلته یې د خپل پاکستانې سیال ‏خواجه اصف او لومړي وزیر عباسي سره لیدنه وکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن به داسي توقع نه درلودله چې د پاکستان د ‏ستوغ ځواب سره مخ شي، پاکستاني چارواکو ورته وویل چې د امریکا مرستو ته اړتیا نه لري، او کومي مرستې چې په تیرو ۱۷ کلونو کې ‏امریکا له پاکستان سره کړي، هغه د امریکا د خپلو ګټو او افغانستان ته د امریکا د لوژیستیکي کاروانونو د امنیت ساتلو په خاطر وي، ‏او هغه مرستې پاکستان د امریکا په ګټه مصرف کړي دي.‏

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ټیلرسن ته دا هم وویل چې امریکا دي په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان نه ‏اچوي.‏

پاکستاني چارواکو ټیلرسن ته وویل چې موږ ته خپلې ملي ګټې لومړیتوب لري، او په سېمه کې د امریکا د هند تقویه کولو تګلاره او ‏افغانستان کې د هند نفوذ ورته د منلو نه دی.‏

د امریکایې او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو دغه ناسته له ناندریو ډکه وه، یو پر بل یې په افغانستان کې د نه مرستې تور ولګاوی، او د ‏افغانستان د ماتې پړه یې هم پر یو او بل ور تپله، له همدې ناندریځو ناستو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن هند ( ۲۵ اکټوبر ‏‏۲۰۱۷) ته ولاړی، او هلته یې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي سره وکتل، له هند څخه یې ‏بیاځل پاکستان ته ګوتڅنډنه وکړه.‏

ولي زما (لیکوال) په اند چې د امریکا د هند تقویه کولو تګلاره د پاکستان له پاره نه ده، ځکه هند د امریکا له مرستې پرته هم تر ‏پاکستان غښتلی او اقتصادي مخ په وده هیواد دی، پاکستان ته اوږده لاره مخکې ده چې د هند سیالي وکولای شي، ولي د امریکا د هند ‏تقویه کولو تګلاره په سېمه کې د چین د اقتصادي ودې او نفوذ د مخنیوي په خاطر به وي.‏

د شوروي اتحاد سره د افغان مجاهدینو د جهاد پر مهال چې د پیسو او وسلو ویش د پاکستان په واک کې وو، هغه مهال په دومره لوړه ‏کچه مالي فساد او د وسلو غلاکېدل نه وو، له همدي امله ده چې پاکستان د امریکا او شوروي اتحاد د سوړ جنګ پر مهال د امریکا ګټې ‏په نظر کې درلودلې، او پر افغانستان د امریکا د حملې پر مهال بیا هم د پاکستان د هغه وخت ولسمشر پرویز مشر ف د امریکا ګټو ته ‏ترجیح ورکړه.‏

که امریکا په افغانستان کې د خپلو ۹ نظامي اډو اوږدمهاله شتون غواړي، امریکا یو ډول مجبوریت لري چې له پاکستان سره په اړیکو ‏کې محتاط وي، ځکه افغانستان ته د منځنۍ اسیاد د لاري امریکایې پوځیانو ته نظامي تجهیزات راوړل باوري لاره نه ده.‏

کیدای شي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د امریکا دفاع وزیر هم ورشي، له پاکستان څخه به وغواړي چې د امریکا د تګلارو په ‏عملي کولو کې ورسره مرسته وکړی، او پاکستان هم د امریکا او یا روسیې سره په معامله کولو باندي ښه پوهیږي، چې څه ډول د ‏افغانستان د جګړې له کبله له دغو دوو هیوادونو څخه ګټه پورته کړي.‏

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ټیلرسن سفر چې افغانستان، عراق، پاکستان او هند ته یې وکړ، د دوی ( امریکایې چارواکو) لپاره هم یو ‏جنجالي سفر وو.‏

افغان سیاستوالو ته په کار ده چې هیواد یې د امریکا او پاکستان د ظاهري اختلافاتو قرباني نه شي، د افغان سیاستوالو ستونزه داده ‏چې له هیچا سره په سم تفاهم نه پوهیږي، یواځي ستونزمني لارې غوره کوي، ولي پاکستان بیا هر وخت له نورو هیوادونو څخه د ‏افغانستان د کشالي له امله ګټه پورته کړي، له هیوادونو سره د ګډ او دوستي ثبوت لري.‏

دا رنګه افغان سیاستوال باید متوجه وي چې د هند – پاکستان، امریکا – روسیې، ایران او سعودي د ګټو قرباني نه شي، بلکې له ‏هیوادونو سره د هیواد د خپلواکۍ په ساتلو سره د ګډ کار او دوستي تګلاره ولري، د کوم ځانګړي هیواد د تګلارو په عملي کولو سره ‏افغان ولس د نورو / پردیو د ګټو قرباني نه کړي.‏

د افغانستان اړوند د امریکا د جګړې د شدت تګلاره د امریکایې جنرالانو غوښتنه ده، ولي دامریکا رسنۍ په ښکاره راپورونه ورکوي ‏چې په افغانستان کې جګړه د دوی پلرونه او نیکونه هم نه شي ګټلای.‏

اوسمهال رسنۍ، ډیموکراټان، مدني ټولنې او یوه برخه جمهوري پلوه امریکایان د ډونالډ ټرمپ د تګلارې مخالفت کوي، چې په دي کې ‏د افغانستان جګړه هم راځي.‏

امریکا اوسمهال له کورنیو ستونزو ور هاخوا له مهمو نړیوالو ستونزو سره مخ ده، مصر، سعودي عربستان، فرانسه، جرمني، پاکستان، ‏ترکیه او ایران روسیې ته خپل استازي استوي، د سعودي عربستان پاچا سلمان په ماسکو کې ( ۵ اکټوبر ۲۰۱۷) د روسیې له ولسمشر ‏پوتین سره ګوري ، چین هم په همدې بلاک کې مرستندویه دی، ښکاري چې یاد هیوادونه هم د امریکا له تګلارو خوښ نه دي.‏

نظامي تګلاره هر کله ګټونکي نه وي، له ماتې سره مخ کیږي، او دغه ډوله یوه ترخه او ناکامه تجره امریکا لري، چې په ویټنام کې یې ‏شرمونکي ماتې ( ۱۹۷۳ ) وخوړله، ولي امریکایې جنرالان فکر کوي چې دوی باید همیش ګټونکي وي، او په خپلو لیکنو کې هم په ‏افغانستان کې د امریکايې پوځیانو په ماتي اعتراف نه کوي، بلکي ډیر زړور یې معرفي کوي.‏

ولي روسي جنرالان بیا داسي وو چې دافغان جګړي نسبتاً رښتوني تصویر یې نړۍ ته وړاندي کړي، او خپله ماتې مني، که تاسي د روسي ‏او امریکایې جنرالانو د افغان جګړو اړوند لیکل شوې کتابونه یو له بل سره پرتله کړي، نو وبه ویني چې د امریکایې جنرالانو کتابونو ‏کې د جګړې رښتوني حالت نه دي لیکل شوی.‏

که سوله ونه شي، جګړه شدت پیداکړي، د ټرمپ د جګړې تګلاره په افغانستان کې عملي کیدل دوام پیداکړي، احتمال شته، چې په ‏وړاندي یې ایران او روسیه هم لا زیات حساسیت وښیې، روسیه ادعاء کوي چې د افغانستان په داخل کې نا پېژاندې الوتکې نا پېژاند ‏وسلوال لیږدوي، اوازې شته چې په سوریه او عراق کې د داعش له ماتې ورسته، هغه امریکایې او فرانسوي وسلې او مهمات چې د عراق د ‏جګړو پر مهال د داعش لاسته ورغلي وي، اوسمهال د ایران پلوه ملیشو په واک کې دي، او احتمال یې شته چې یادې وسلې د طالبانو لاس ‏ته ورسیږي. که داسي وشي، د افغانستان جګړه به نوره هم پیچلي او اوږده شي. ‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د