خبرونه

نی: د خصوصي رسنیو خبریالان ځاني خوندیتوب نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې«نی» په تازه راپور کې ویلي، چې ډېری خصوصي رسنۍ له خبریالانو سره سم چلند نه کوي او په بېلابېلو پلمو له دندو شړل کېږي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي، د نی تازه څېړنه ښيي، چې ډېری رسنۍ له خبریالانو سره کاري تړون نه لاسلیک کوي، په خپل وخت معاش نه ورکول کېږي، ترفیعې نه لري، ځاني او کاري خوندیتوب نه لري، قانوني رخصتي نه ورکول کېږي، تقاعد نه محروم دي، د رسنیو مدیران یې په کارونو کې لاسوهنه کوي او زیات خبریالان بغیر له کوم جرم څخه له رسنیو شړل شوي هم دي.

ښاغلي خلوتګر د رسنیو اوسنی حالت د اندېښنې وړ وباله او د رسنیو له مشرانو یې هیله وکړه، چې د رسنیو قانون مات نه کړي او غاړه ورته کېږدي.

د ده په خبره، ډېری خبریالان نه د رسنیو دننه خوندي دي او نه بهر د خوندیتوب احساس کوي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره«نی» ته لسګونو خبریالانو ویلي، چې د رسنیو مشرانو ترې د هغو ورځو پیسې هم ګرځولي، چې له ادارې یې قانوني رخصت اخیستی و.

د روانې میاشتې په سر کې «نی» ویلي وو، چې د ګډ حکومت په راتګ له خبریالانو سره د زور زیاتې پېښې ډېرې شوي او په تېرو درې کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۲۰ پېښې یې ثبت کړي دي، چې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳کلنه دوره کې دغه شمېره دومره لوړه نه وه.

د ګډ حکومت په راتګ ډېری سیاسي شنونکي له رسنیو منع شوي او ځینې برېښنايي پاڼې هم په انټرنېټي بروزرو کې بندې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x