elections1

ټـــــاکـــــنې

په مزدورانو کی ټاکنه زموږ کار کـلــــه ده
غلام قدرت ته رسول زموږ کړن چار کله ده

دا د غلام بادار ټاکــــنی دی بادار یی کــوی
موږ آزاد قوم غــــلامی زموږ شعار کله ده

د سرو لمـــبو منځ کی لګیا یو د عزت په لټه
په طـــــــوفانو کی هوسیږو د حیثیت په لټه

له زلزلو سره بلــــــــــد یو پکی ښه اوسیږو
تورو تیارو سره لوبیږو یی خپل عزمت په لټه

له زولـــــونو سره محبت کړو د ســـــبا لپاره
په زندانو کی ورته اوسو د رښــــتیا لپـــاره

ټول هوسونه به تری زروار جار کـــــــړو
جار تر هغو چی ځان کی جار د پاک الله لپاره

زموږ د ارزوګانو تعبیر دا رنګه کیدای کله سی
هغه ډیر لوی ستاسی وړ فکر کی راتلای کله سی

هلته فطرت کی درناوی وی نه دغرب واده کی
دومره آسانه یی رضا حا صلیدای کله ســــــی

دا د ټاکــــــنو ډرامی دی حقیقت  نلـــــــری
دا تکرار سوی دسیسی دی صداقت نلــــری

دا ځنځیرونه دی ( رزینه ) پری قومونه تړی
دا د شیشکو افسانی دی بل صورت نلــــری

لیکوال: اسد الله رزین

ټـــــاکـــــنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د