د بریالي او غوره ژوند د لرلو لپاره د بیل ګیټس اووه اصلونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل   

لومړی اصل:

په ژوند کې هرڅه عادلانه نه دي، نو غوره ده، چې دا حقیقت ومنئ.

دویم اصل:

نړۍ ستاسو درنښت ته ارزښت نه ورکوي. په دې نړۍ کې له تاسو څخه تمه کېږي، مخکې تر دې، چې د ځان په اړه ښه احساس ولرئ، نو مثبت کار ترسره کړئ.

درېیم اصل:

له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته، په لېسه او یا هم په بله کومه اداره کې د کار په لومړیو څو میاشتو کې به تاسو ته څوک ډېرې پیسې در نه کړي. په همدې ترتیب، مخکې تر دې چې وکولای شئ، د مرستیالۍ لوړ مقام ته ورسېږئ، باید د هغه مقام او خوندونو له پاره یې ډېر زیار وباسئ.

څلورم اصل:

که فکر کوئ، چې ښوونکی مو سخت ګیر دی، نو سخته تېروتنه کوئ. په دنده باندې له ګمارل کېدو وروسته به مو دې ټکي ته پام شي، چې رییس مو تر ښوونکي ډېر سخت ګیر دی، ځکه چې ستاسو د ښوونکي دنده ایز خوندیتوب نه لري.

پنځم اصل:

په رسټورانټونو کې پخلی کول، ستاسو له غرور سره کوم تضاد نه لري. زموږ نیکونو د دې کار له پاره بله اصطلاح لرله. د هغوی له نظره دا کار یو فرصت و.

شپږم اصل:

که چېرې په خپل کار کې بریالي نه یاستئ، نو خپل والدین ګرم مه ګڼئ، له نالښت څخه لاس واخلئ او له خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ.

اووم اصل:

مخکې ترې دې، چې تاسو وزېږېږئ، ستاسو والدین هم پیاوړي او مټور ځوانان وو، په دې اندازه کمزوري او خواشینونکی نه و، کوم چې تاسو ته ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د