ځواکمن مومن له کمزوري غوره دی -حامد افغان

عن أبي هُرَيْرَةَ رضِيَ الله عنهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: المؤمن القوي خير وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف وفي كلٍّ خيرٍ احرص على ما ينفعك واستعن بالله ولا تعجز، فإن أصابك شيء فلا تقل: لو أنى فعلت كذا وكذا لكان كذا وكذا، ولكن قل: قدر الله وما شاء فعل، فان لو تفتح عمل الشيطان. (صحیح مسلم)

ژباړه: پیاوړی مومن له کمزوري نه ښه او الله ته ګران دی اوپه دواړو کې خیر دی دخپلي ګټې دشیانو په ترلاسه کولو کې کوښښ کوئ ، له الله نه مرسته غواړئ ، ځانونه عاجزه مه ګڼئ ، اوکه کوم تاوان درته ورسیږې نوداسې مه وایئ چې که مې داسې کړي وی نو داسې به شوې و ، بلکي ووایه ! داد الله تقدیر و او چې څه یې خوښه وه هغه کوې ، ځکه په لَوْ(که چرته داسي وي) سره دشیطاني د عمل دروازه خلاصیږې .

شرحه:

په دي حدیث کې دریو غټو او مهمو خبرو ته اشاره شوې ده:

1_ د ژوند او داخرت له پاره دګټورو شیانو دترلاسه کولو له پاره کلک هوډ او عزم ، او دي ته دحدیث په دي جمله سره نغوته شوې ده :: (احرص على ما ينفعك).

2_ د دین او دنیا له پاره دګټورو شیانو دترلاسه کولو له پاره اسباب لټول او تیارول او په دي لاره کې دالله مرسته غوښتل اودي خبرې ته په دي جمله سره اشاره ده (واستعن بالله)

3_ دممکنو او مشروعو اسبابو دترلاسه کولو اهمیت او په دي لاره کې په همت او میړانه سره هڅي او کوښښ کول او عاجزي او سستي نه پیژندل : (ولا تعجز).

په حدیث کې له پیاوړي مومن نه مراد دا نده چې په بدن کې غوټ او پیاوړی وې. داراز له کمزوري مومن نه مراد کمزوری او لږځواکه نىه, بلکي له قوي مومن نه مراد هغه مومن دی چې په دنیوي او دیني چارو کې تکړه او همت لرونکی وې او سست او لټ نه وې او له کمزوري نه مراد هغه مومن دی چې په دیني او دنیوي چارو کي تکړه نه وي او کم همته او لټ وي، او د دي حدیث مطلب په دي ایت شریف کې هم په اجمالي توګه پروت دی : {وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ} یعني ته له دوی سره په هرکار کې مشوره وکړه کله چې دي کلک هوډ وکړ په الله توکل وکړه ، الله له توکل کوونکو سره مینه لرې .

په دې مبارک حدیث کې په روحي لحاظ انسان ته دځواک ورکولو عجیبه په زړه پورې او مهمې خبرې شوې دي، دهر ګټور شي ترلاسه کولو کوښښ وکړه، له الله مرسته وغواړه او عاجزه کیږه مه، دا هغه دځواک او واک ورکولو نبوي درنې لارښوونې دي که یې انسان عملي کړي دژوند په ټولو اړخونو کې بریالیتوب ترلاسه کولی شي، دهر ګټور شي په ترلاسه کولو کې کوښښ به انسان له ټولو بې ګټې کارونو وژغوري، او له الله مرسته غوښتل انسان له تکبر او په ځان بېځایه باور نه ساتي داراز نه عاجزه کیدل انسان هڅوي چې باید پرلپسې کار وکړي او هیڅکله باید ستړی نشي. لنډه دا چې په دې نبوي شمېرلو جملو کې د نن سبا د ټولو فلاسفه و او دنړۍ د ټولو پوهانو دمختلفو حیکمانه خبرو او ویناو مغز نغښتی ده.