له زامنو سره د والدینو چلند

ژباړه: عطا محمد میاخېل  

له تنکیو ځوانانو سره د چلند د ډول په اړه ډېره مطالعه وکړئ:

پنځلس کلن زوی مې چې کله بهر وځي او یا له کور څخه چې کوم ځای ته ځي، نو دې ته اړتیا نه ویني، چې له خپل تګ څخه ما خبر کړي، چې چېرته ځي او د څه له پاره ځي؟ څنګه کولای شم، چې په دې اړتیا باندې یې پوه کړم؟

ځواب: په هغو کورنیو کې چې اړیکه صمیمي او له درنښت سره مل ده او اړیکه تر ډېره د ملګرتیا او دوستۍ اړخ لري، نو د زامنو له خوا خبره اورېدل او مسئولیت منل هم ډېر دي. په هر حال تاسو باید په ډېر درنښت سره خپلو زامنو ته د کور اصول او مقررات توضیح کړئ. د بېلګې په توګه ووایئ: زموږ په کور کې اړیکې او تګ راتګ باید د ټولو په خبرون سره ترسره شي، دا زموږ د کور اصول او مقررات دي.

زه هم که چېرې کوم ځای ته ځم، نو هرومرو دې مور خبروم، چې اندېښمنه ونه اوسي، نو تاسو هم د دې کورنۍ د غړي په توګه باید دې اصولو او مقرراتو ته درناوی وکړئ. له خپل زوی سره داسې خبرې وکړئ، چې له یو بل سره مخامخ خبرې وکړئ او یو بل ته ځواب ورکړئ، یانې کله چې هغه خبرې کوي تاسو ورته غوږ ونیسئ او کله چې تاسو خبرې کوئ، نو هغه درته غوږ ونیسي، له هغه سره په ډېر درنښت خبرې وکړئ، هغه ته په ډېر درنښت دا بیان کړئ، چې له تا څخه د بې خبره پاتې کېدو له امله ډېر زیات خواشینی کېږم او دا ستاسو حق دی، چې د هغه له روغتیا او سلامتیا څخه ډاډمن شئ. د بېلګې په توګه: کله چې له کور څخه نا خبره وځې، زه او مور دې ډېر بد احساس لرو، ځکه نه پوهېږو، چې چېرته او په کوم ځای کې یې.

هېڅکله یې مه ګرموئ او تر ډېره تمرکز مو باید په خپلو احساساتو باندې وي، دا ډول چلند  له تنکي ځوان سره مو مرسته کوي، ترڅو پوه شي، چې چلند یې په والدینو باندې څه اغېزه لري او دغه راز مرسته کوي، چې هغه پرته له رټلو د خپلو مسایلو په اړه خبرې وکړي، له دې سره سره، له خپل تنکي ځوان سره مو اړیکې زیاتې کړئ. د بېلګې په توګه: له هغه سره ډېر په تفریح لاړ شئ، په تفریحګانو کې له هغه سره ډېرې خبرې وکړئ؛ هغه ته نیږدې شئ؛ دوستان یې وپېژنئ او داسې چلند وکړئ، چې هغه په تاسو باندې باور وکړي او د ستونزو پرمهال تاسو یې د رښتینو دوستانو برخه واوسئ. جدي سپارښتنه لرم، له تنکي ځوان سره د چلند د ډول په اړه ډېره مطالعه وکړئ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د