کور پاڼه / کالمونه / توره لیکل کوي / د انتخاباتو ترمخه په کابل د طالبانو واکمني
attack on election office

د انتخاباتو ترمخه په کابل د طالبانو واکمني

ټاکل شوي ده چی ۱۶ د حمل شنبه ۱۳۹۳ په افغانستان کښی د روان بحراني حالت دریم نمایشي انتخابات ترسره شي ،او سیاسی قدرت د یو ټیم څخه بل ټیم ته انتقال شي چی په اړه یی هلی ځلی او فعالیتونه له څو میاشتو راهیسی پیل شوي، او د تیر په څیر د طالبانو د مخالفت او مقاومت سره هم مخامخ دي ، خو د روان نوي کال په پیلیدو سره دغه معرکه هم نوي پړاؤ ته داخله شوه ،

چی په نتیجه کښی یی د افغانستان دارلحکومت کابل، د انتخاباتي هلوځلو مرکز کابل، د خارجي قواؤ مرکز کابل، د داخلي ځواکونو مرکز کابل، د هر نوع قوماندی مرکز کابل، وسلوالو طالبانو هم د جګړی مرکز او د جنګ لومړی کرښی په توګه انتخاب کړ، د ۱۳۹۳   کال د پیلیدو سره  کابل په مسلسله توګه د څو متعددو، مجهزو او منظمو بریدونو او دوامداره جګړو سنګر وؤ.

د روان کال په لومړي نیټه او په لومړي شیبه کښی څلور تنه طالب ځان تیري د سرینا هوټل ته ننوتل او پدی وتوانیدل چی پدی هوټل نما استخباراتی او انتخاباتي مرکز کښی څو ساعته جګړه وکړي او لسګونه داخلي او خارجی دسیسه ګرو ته مرګ ژوبله واړوي. همدا رنګه څو ورځی وروسته ۵ د حمل څو تنه طالب ځان تیري بیا وتوانیدل چی د دارلامان په سیمه کښی د انتخاباتو اړوند مراکز په نښه کړي او څو ساعته جګړی ته هم دوام ورکړي. د تیرو کامیابو عملیاتو نه وروسته په کابل کښی دیره مجاهدینو پلان برابر کړ تر څو دا ځل هغه خارجي میلمستون په نښه کړي کوم چی د امریکا څخه مستقیما اداره کیدو او په افغانستان کی یی د عیسویت لپاره دعوت او خلک له اسلام څخه اړول ، ۸ د حمل ۴ تنه طالب ځان تیرو د کابل په کارته سه سیمه کښی په خپل هدف برید وکړ او د پنځه ساعته اوږدی جګړی په جریان کښی خپل هدف هم په بشپړه توګه ترلاسه کړ. او دا دي نن ۹ د حمل هم په کابل کښی درنه جګړه روانه ده او د انتخاباتو مرکزي دفتر د طالب ځان تیرو تر برید لاندی دي او د وارخطا چارواکو په وینا بریدګر په سپکو او درنو وسلو مجهز دي.

دی پرله پسی بریدونو او درنو نښتو ته په کتو داسی ښکاري چی کابل عملأ د طالب جنګیالیو په ولکه کی دي ، لسګونه ځان تیري او ددوي مسلکی او نظامي همکاران د لکونو پلویانو په مټ په کابل کی ځای پر ځای شوي ، خپله واکمنی او ځواکمنی د همدی روزمره منظمو، مجهزو بریدونو په وسیله په نمایش رسوی. اګر که په نوم آزادو رسنیو د حکومت په اشاره د یو نامعقول دریځ له مخی د انتخاباتو تر نیټی د طالبانو د هر قسم اطلاع، ابلاغ او خبر له نشرولو سره پریکون کړي خو د کابل معرکی دغه دسیسه هم شنډه کړه، ددوي په آند دغه پریکون به وکړي شی د افغانستان خلکو او دنیاوالو  ته دا باور ورکړي چی مونږ افغانستان د انتخاباتو لپاره مکمل تصفیه کړي، د افغانستان امنیتي اوضاع په بشپړه توګه د انتخاباتو لپاره آماده ده او هغه څوک چی ادعا لري چی اجازه نه ورکوي ترڅو امریکایان د انتخاباتو له لاري یو ځل بیا خپل لاسپوڅی پر افغانستان مسلط او خپلو اهدافو ته ځان ورسوی پدی انتخاباتو کښی هیڅ کوم خلل نشی ایجادولي، خو دغه وروستیو بریدونو دا په ډاګه کړه چی نه تنها په کلیو او ولایاتو کی بل په کابل کښی هم دغه موجوده اداره کوم واک او کنټرول نه لري په لسهاؤ مجاهدینو له تیرو دوه اونیو راهیسی کابل قبضه کړي، دلته ووسی شپی کوی، د عملیاتو لپاره ځان تیاروي او بی له کوم مزاحمته خپل هدف ته ځان رسوي او دغه عمل بار بار تکراریږي.نو په داسی حالاتو کی څنګه ممکن دي چی سرتاسري انتخابات ترسره شی،معلومه خبر ده چی دوی د انتخاباتو په ډرامی سره غواړي یو ځل بیا خپل کوم وفادار پدی چوکي کینوي.

انتخابات خو بعدي خبر ده د پردیو په لاس جوړ شوی دغه نظام سره هم دا ملت موافقه نلري دولس کاله دغه ولس ددی اشغالګرو او ددوي له لاسپوڅو سره وجنګیدواو لا جنګیږي، دا چی موجوده حکومت او ددوي ځواکونه د مجاهدینو په نیولو، د ځای او د همکارانو په معلومولو ندي توانیدلي ددی معنی دا چی ملت ددوی څخه راضی او همکاره ندي او چی مجاهدین کولي شي په دومره لوی تعداد کابل ته ننوځی ، اسلحه ورسوي اوخپل هدف ترلاسه کړي ددی مطلب دادي چی ملت ددوی سره دی.    

لیکوال: ابوحدیر

کالم:توره لیکل کوي


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ