خبرونه

د لغمان د حقوقو مدیر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶):د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، تېر ماښام د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د لغمان د حقوقو مدیر شیخ مجیب الرحمن د نامعلومه وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د خوږیاڼي په خبره، موټر سایکل سپرو وسله والو پر مجیب الرحمن ډزې کړي او ځای پرځای یې وژلی دی.

شیخ مجیب الرحمن له دې وړاندې په ننګرهار کې د حقوقو ادارې مرستیال، د کونړ د حقوقو مدیر او اوسمهال یې په لغمان کې د حقوقو د مدیر په توګه دنده ترسره کوله، چې تېره شپه ووژل شو.

شیخ مجیب الرحمن د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالی اوسېدونکی و.

د نوموړي خپلوانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي، چې ده له چا سره شخصي دښمني نه لرله.

تراوسه د نوموړي د وژنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x