نظــر

ارګ د اسلام په وړاندې

ابو یاسر افغان

تېره شپه د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه د افغاني سپیشل فورسو لخوا تر چاپې لاندې راغله او په پایله کې یې د یو استاد په ګډون شاوخوا ۱۶ تنه مظلوم طالبان په شهادت ورسېدل، دا په هېواد کې د دیني مدرسو او دیني شخصیتونو خلاف د ټرمپ د نوې ستراتیژۍ او عملیاتو یوه تازه بېلګه ده؛ ارګ او ارګ پلوي تل ادعا کوي چې مخالفین یې بې ګناه خلک وژني او یا مسجدونه د خپلو حملو هدف ګرځوي، دلته د پام وړ خبره داده چې اشرف غني خو هسې هم د بطن کبیر والعقل صغیر نه په خپلو مخالفینو د خوارجو فتوا صادره کړې ده، کله چې مخالفین خوارج شول، نو بیا له هغوی نه ولې ګیله کوي چې مسجد یې هدف ګرځولی او یا یې ولسي وګړي وژلي؟ دا خو د ارګ مسؤلیت دی چې د خپل ولس ساتنه یقیني کړي او که داسې نه شي کولی نو چارې دې ولس ته وسپاري او ځي دې په خپله مخه، تر څو روانې کشالې ته یوه د حل لاره پیدا شي، دلته خو کیسه برعکس ده، د کابل رژیم په لوی لاس مسجدونه او مدرسې په نښه کوي، تر دې وړاندې یې هم په پکتیکا یحیا خیلو، ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې، د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ، کونړ، لوګر او ګڼو نورو سیمو کې مسجدونه او دیني مدرسې هدف ګرځولي دي، دا ټولې د یوې سلسلې کړۍ دي.

دا چې مدرسې او مسجدونه څوک په نښه کوي دا نو په تېرو ۱۶ کالو کې هر چاته د لمر په څېر روښانه شوه، همدا اوس سلګونه تنه دیني عالمان او زرګونه تنه د دیني حلقو طالبان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ارګبګیانو په اسارت خونو کې د تورو تمبو شاته د اسارت ژوند تیروي، همدا راز په دیني عالمانو، دیني مدارسو، مساجدو او غونډو چاپې، بمباري او یا د هاوان او توپونو باران خو لا هم ښه په زور سره دوام لري، د رسنیو له لارې په اسلامي دیني ارزښتونو ملنډې وهل کېږي، د حجاب، دیني زده کړو، اسلامي لباس، د اخترونو د قربانیو، جهاد، حج او… پرضد پراخ کمپاینونه پر لاره اچول شوي، د دې نه علاوه په ارګ کې د ننه او شاوخوا یې مهم کلیدي بستونه هغه کسانو ته سپارل شوي چې یا خو زاړه کمونیستان او د اسلام قسم خوړلي دښمنان دي او یا نوي سیکولران او د الحاد فکر ځپلي تغریبیان(غرب زده ګان) دي، خپله اشرف غني او نور مهم چارواکي یې د اسلام پرضد لوبول کېږي، د رولا غني په څېر نصرانیانې یې د ښځو د چارو مشرانې ټاکلي دي!!

ارګ او ارګبګیان د خپلو صلیبي بادارانو د خوشحالولو لپاره تر خپل دین او عزت ور تېر دي، د خاورې او ولس د وینو سودا یې ورسره کړې، نو په دیني مراکزو حملې او په دیني ارزښتونو ملنډې دوی ته کله ګناه او خطاء ښکاري، په پوهنتونونو کې هم د دیني فکر لرونکي یا اسلامپال استادان او زده کوونکي نیول کېږي او تر سخت تعقیب لاندې دي، دا په داسې حال کې ده چې د بې دینۍ مرکزونه، فحش رسنۍ او سیکولران پوره آزاد او هر ډول فسق او فجور ته بشپړه آزادي ورکړل شوې ده، همدا څرګند دلایل دي چې موږ ته یې د ارګبګیانو پټې څېرې را څرګندې کړي او په دې مو سر خلاص دی چې ارګبګیانو د اشرف غني او رولا غني په مشرۍ د اسلام او اسلامي فکر په خلاف جګړه پېل کړې او دا شیطاني جګړه د هغې صلیبي جګړې یوه برخه ده کومه چې په لویه سطحه امریکا او متحدینو یې پېل کړې ده.

ځیني له حقایقو نا خبره یا په حقیقت سترګې پټوونکي او د ړندو چرګانو امثال وایي چې اشرف غني وطن جوړوي، نو موږ یې ځکه ملاتړ کوو، د دې خلکو په وړاندې دا مهمه نه ده چې دلته دې قانون د کفر او الحاد وي او که د اسلام، خو بس چې د دوی لپاره یو څو پلونه، تعمیرونه او سرکونه جوړ شي هغه هم بې کیفیته، داسې چې که په لس میلیون افغانیو جوړ شوی وي، نو دوی یې په لس میلیونه ډالرو د جوړولو ادعا کوي، بس دا د دوی لپاره لویه بریا ښکاري!!

هوکی! دغه ډول(ارګ پلوو) خلکو ته د ارګ ټول ظلم او وحشت چې د خپل ملت سره یې کوي، د بیا رغاونې مثال لري، سبب یې یا د دوی تر پوندو جهالت او یا هم د مادیاتو او امتیازاتو ړندوونکې نشه ده.

افغان مسلمان ملت ته تر خپل ځان هم اسلام مهم دی او نور نو دا ملت د اشرف غني په غورو او باټو نه غولیږي، بلکې اشرف غني او ترې چاپېره غوړه مالانو یې د ولس په قتل عام او له کفارو څخه په بلاقید او شرط ملاتړ کولو ملت ته خپل اصلیت څرګند کړی دی.

دا چې په حکومتي ادارو او په خصوصي ډول استخباراتي او کشفي ارګانونو کې زاړه وحشي کمونیستان په دندو ګومارل شوي، د جګړې عمومي قومانده د پينټاګون او سي آی ای سره ده، نو ځکه خو د ولسي وګړو په مرګ ژوبله ارګبګیان له خولې چونګ نه شي ویستلی چې دا یې صلیبيانو لپاره د غلامۍ ښه ثبوت دی، که داسې هره شپه او ورځ داخلي او خارجي عسکر افغان دیني عالمان، دیني مدرسې او مسجدونه په نښه کوي، نو دوی ته ور په زړه کوو چې دا د اسلام دښمني به ورته ډېره درنه تمامه شي، بېشکه چا چې د اسلام سره دښمني کړی، پاک او متعال خدای جل جلاله په خپل عذاب کې را ښکېل کړي او نسلونو نسلونو ته یې ترې د عبرت بېلګې جوړې کړي، داسې ښکاري چې د اشرف غني او د ده د ټیم لخوا د اسلام سره دښمني ورځ تر بلې علني کېږي چې پایله به یې د دوی ذلت او رسوایي، ماتې او هلاکت وي.

اِنَّ بَطْشَ ربِّکَ لَشَدِیْد ¤ القرآن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x