tarbia

د مور او د پلار ادب (۳)

په تېر پسې:

بسم الله الرحمن الرحیم

       ۱۴:دپلار د ګرانواو ډیرو تیرو ملګرو څخه هم دیوه شی غوښتنه مه کوه، ځکه داکارستا دکورنی وشرافت ته زیان رسوی، داسی غوښتنه یو  شرمناک عمل او د انسان  دبدو اوصافو څخه دی، اودا کار دنفس یوخسیس او سپک صفت هم دی.

       ۱۵: دکوچنیوالی  څخه دپلارکومی روپی او نورشیان چی وتاته یی درکوی   په هغو  کی په  سمه او ښه طریقه تصرف او دهغوی سم استعمال  دځان عادت جوړ کړه. او ځان دهغو  بی فکره او کم عقلانو په څیر مه جوړوه چی دوی دا فکر کوی :چی پلرونه چی کوم شیان یا روپی ومو ږ ته  را کوی داخو لږ دی .

       ځکه دکوچنیوالی اړتیاوی او احتیاجات هم کم وی.

         که ځان داسی عادت نکړی نو په لوی والی کی  به دحد څخه په تجاوز او دپورونو په ډيرښت  دخپل ژوند استقلال له لاسه ورکړی .           
       ۱۶:ځینی داسی هلکوان هم سته چی اصلا  کار نه کوی او دپلرونو تروفات ورسته هم دهغوی پرپاته شویو مالونو او نورو شیانو باندی په اعتماد سره کار نه کوی.

           فتنه او فساد دغه ډول انسانان وخپلی غیږی ته رابولی او دحماقت او خرابی  وکندی ته یی ور اچوی په آخر کی دداسی خلګو حالت ودې ځای  ته ورسیږی چی نه مال ورپاته سی چی ځان په هوسا کړی او نه هم یو کار کولای سی چی ددوی دژوند ضمانت وکړی.

            نوته  ډير فکر کوه داسی مه کوه. ولی : دې خلګو بدبختی په  خپل لاس پرځان او کورنیو او وطن باندی راوستلی ده .

       ۱۷: ګوره  انسان دخپل ژوند په دوران کی وداسی چاته اړتیا او ضرورت لری چی دخوښیو او غمونو په وخت کی زړه ونیژ دی کړی نو ستا داړتیا په وخت کی ستا ترمور او پلار ښه مرجع نسته.  نو:  خپل مور او پلار ستا په پټورازونو خبر کړه ځکه دوی ستا لپاره ښه امین او ریښتینی ملګری دی .

       ۱۸: ګرانه : ځان د  هغو کوچنیانو په څیر مه جوړوه   چی کوم  شی  چی تر سترګو یی ښه وبریښی نو سمدستی یی  دمور او پلار په  ناخبرتیا کی اخلی. نو لومړئ  دخوراکی  شیانو  په پټنځایونو  کی ګرځی ترڅو یو ه میوه او نور خواږه شیان  ترلاسه کړی  ځکه  په دې کار  کولو سره کرار کرار په غلا عادت کیږی او ورسته بیا نو سم غل ځنی جوړ سی او حالات یی  بد سی .

        ۱۹: کوم وخت چی لوی سی او مټی دی قوی سی نو سمدستی چی څومره دی وسعه وی دخپل مور او پلارسره  کومک کوه تر څو د وړکتوب او ماشوموالی څخه  دمړانی او غیرت عادتونه درپکښی پیداسی.

        څرنګه چی ستا مور  او پلار  دکوچنیوالی  په وخت کی ستا پالنه او ساتنه کول همدا راز به ته ددوی دسپین ږرتیا او کمزوری په وخت کی ددوی ساتنه او خدمت کوی . که ددوی خدمت کول پر تا هرڅومره ګران او سخت وی بیاهم ودوی ته کمزوری او سستی مه ورښکاره کوه  ځکه یوه ورځ  به   بیا ته  ددوی  په  څیر پلار سی: آيا ته په  دې خوښ یی چی  ستا  زامن دی  ستا سپکاوی وکړی .

(بروا اباء کم  تبرکم ابنائکم)        (الجنة  تحت اقدام الامهات)  

      ۲۰: ګرانه : ځان دهغه زامونو په څیر مه جوړوه چی دمور او پلار حق نه ورپر ځای کوی نو مور او پلار دوی  عاق کړی .
        ولی داسی زامن دمور او پلار تر سیوری لاندی او دهغوی په مالونو او روپو را لوی سول،  کله چی غټان سول نو دپلار او مور فکرونه یی تر سترګو ټیټ وایسیدل او دهغوی په علمی کچه یی مسخری شروع کړی  او دمور  او پلار په خبرو اوریدلو سره یی په ځان کی د غمګینی احساس کاوه .

       داسی کار هیڅکله مه کوه ځکه ستا مور او پلار ستا په وړاندی اوستا په هکله دداسی شیانو هیڅ مسؤلیت نلری  او بالعکس ته ددوی  په وړاندی ددوی سره په ډیر ادب او علم مسؤل یی او ستا څخه غوښتنه هم کیږی .

     ۲۱:که ستا مور او پلار وتاته دداسی څه امر وکړی چی هغه کارکول ښه نه وی . نو ته ودوی ته دښه او حق دښوونی په جواب ور کولو سره فکر مه خرابه وه بلکه په ښه او نرمه توګه  ددوی سره بحث وکړه او حقیقت په داسی انداز کی وروښیه چی ددوی احساسات هیڅ زخمی نه سی او نه هم ددوی  طبعیت ورباندی خړپړ سی .

ژباړه: مولوي نور الباقی (غفر له الباري) 

کتاب: اداب الفتی، لیکوال: ( علي فکري )

ددې لیکني مخکنۍ برخه په لاندی لینک ده:

http://nunn.asia/leekani/social/10418

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د