
اروزګان: په چنارتو ولسوالۍ کې جګړې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶):د اروزګان امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د چنارتو ولسوالۍ پر امنیتي پوستو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي وو، چې له امله یې ۱۱ پولیس او لس طالبان وژل شوي دي.
د چنارتو ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد وايي، تېره شپه طالبانو د دې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي وو، چې ۱۱ پولیس پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د اخترمحمد په خبره، طالبانو غوښتل چې د چنارتو ولسوالۍ سقوط کړي؛ خو بریالي نه شول.
په دې وروستو طالبانو د ولسوالیو پر مرکزونو او امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي، چې له امله لسګونه امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په روانه اوونۍ کې د غزني پر خوږیاڼیو او د کندوز پر خان اباد ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي وو، چې ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
طالبانو د چنارتو د تېرې شپې نښته تایید کړې؛ خو وايي چې تېره شپه یې د چنارتو په ولسوالۍ کې له پولیسو او اربکیانو پنځه پوستې نیولي او ګڼ شمېر مهمات یې لاس ته ورغلي دي.
طالبان وايي، د چنارتو ولسوالۍ د سیاه خا کلی، کهنه کلا او د څو نورو کلیو پوستې یې له دولتي ځواکونو نیولي دي.
طالبانو په دغه نښتو کې د لس اربکیانو د وژلو خبره کوي او خپل لوري ته د اوښتې په مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.