خبرونه

دفاع وزارت: د هوايي ځواکونو د سرطبیب د ویډیو په اړه پلټنه کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶):له تېرې ورځې راهیسې د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د سرطبیب یوه ویډیو په فېسبوک کې خپره شوې، چې له یوې ځوانې مېرمنې سره د جنسي اړیکو د ټینګولو په حالت کې لیدل کېږي.

د هوايي ځواکونو د سرطبیب ډګروال «عبدالرسول مایل لغماني» ته منسوبې ویډیو په ټولنیزو شبکو کې سخت غبرګونونه راپارولي او د ټولنیزو شبکو فعالانو د دفاع وزارت له چارواکو غوښتي، چې په دې موضوع دې څېړنه وکړي او دغه ډګروال دې د محکمې مېز ته راکش کړي.

په خپره شوې ویډیو کې ډګروال عبدالرسول مایل لغمانی لیدل کېږي، چې له یوې ځوانې مېرمنې سره د جنسي اړیکې د ټینګولو په حال کې دی؛ خو د مېرمنې څېره نه لیدل کېږي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش وايي، چې د خپرې شوې ویډیو په اړه یې څېړنه پیل کړې او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې شي.

د رادمنش په خبره، د دفاع وزارت د حقوقو ریاست د هوايي ځواکونو د سرطبیب عبدالرسول مایل ته د منسوبې ویډیو په اړه پلټنه پیل کړې او د پلټنې وروسته به یې په اړه قضاوت وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان دولت د ملکي او نظامي برخې چارواکي د جنسي اړیکو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي.

تېرکال د زابل د عدلیې رییس هم له خپل مامور څخه غوښتي وو، چې د سل روپو په بدل کې ورسره جنسي اړیکه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ahmad saqib

سلامونه او نیکی هیلی می ومنئ!
الله جل جلاله دی وکڔی دصحت جامی پر تن ولري!

نورالدین

پوز پریکړ‎ی کہ شرم لرلایی نو دچړ‎ی نوم بہ یی نہ اخیستلایی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x