
وروستیو بریدونو بهرنيان له افغانستانه وتلو ته اړ کړي
نن ټکی آسیا: د هېواد د پلازمېني په ګډون په یو شمېر نورو سېمو کې د طالبانو د وروستیو بریدونو او خونړیو پېښو له امله ځینې بهرني څارونکي او ملکي کار کوونکي له افغانستانه د وتلو په تکل کې دي.
له هېواده په بېرته وتونکیو کې ډېره برخه ، د بهرنيو ناظرینو ده، چې افغانستان ته د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د بهیر د څارنې لپاره د يو شمېر نړيوالو سازمانونو له لورې را استول شوي دي.
یوه باوري سرچېنه وايي، چې په کابل ښار کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پرله پسې ډله ييزو بريدونو وروسته لسګونه ناظرينو له ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د وتلو چتموالی نیولی او نور د وتلو په حال کې دي.
د یادونې وړ ده، چې د راتلونکو ټاکنو د نظارت او څارنې لپاره د اروپايي اتحاديې د ناظرينو ترڅنګ د ازادو ټاکنو لپاره د اسيايي نېټ ورک ناظرين (INFREL)، په اروپا کې د امنيت او همکارۍ نړيوال سازمان ناظرين (OSCE) او د يو شمېر نورو نړيوالو سازمانونو لسګونه څارونکي کابل ته راغلي دي.
سرچینې ته د یادې ادارې یو کارکوونکی د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د وروستیو بريدونو له کبله په بهرنيو ناظرينو کې زیاته وېره خپره شوې ده او زیاتوي،چې په ځانګړې توګه د سرينا په بريد کې د يوه بهرني ناظر تر وژل کېدو او د ټاکنو پر دفترونو تر بريدونو وروسته ډېرى ناظرينو له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه کړې ده او ښایې ډېر ژر بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.