خبرونه

ننګرهار کې ۴۵ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶):د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي، نن یې ۴۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېري درمل او خوراکي توکي وسوځول.

د کامه وال په خبره، دغه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي د عامې روغتیا ریاست له لوري د تېرو درې میاشتو راهیسې د ننګرهار په اړوند سیمو کې له هټیو او درملتونونو راټول شوي وو، چې نن یې د اور خوراک کړل.

دی وايي، دا څلورم ځل دی چې په ټنونو بې کیفیته خوراکي توکي او درمل سوځوي؛ خو په هټیو او درملتونونو کې اوس هم لسګونه ټنه تاریخ تېري او بې کیفیته درمل پاتې دي.

د عامې روغتیا د وزارت له لوري د هټیو او درملتونو د نه څار له امله اوس هم سلګونه ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل په درملتونو کې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x