افغانستان

د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې چاودنه شوې – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶): د پلازمینې کابل په دیپلوماتیکي سیمې وزیر اکبرخان کې چاودنه شوې چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو لا یې دقیق معلومات نه دي څرګند شوي.

چاودنه د وزیر اکبرخان په ۱۴مه کوڅه کې را منځته شوې.

پولیس وايي چاودنه د دفاع وزارت ودانۍ ته نیژدې شوې، ۳ تنه په کي مړه او یو شمېر نور ټپيان دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیلرسنیو ته ویلي چې د چاودنې له ځایه روغتونونو ته ۳ تنه مړي او ۱۴ تنه ټپیان رسول شوي دي.

د دفاع وزارت چارواکو د الجزیرې تلویزون ته وویل چې چاودنه وزارت ته نیژدې وشوه خو دوی هدف نه وه.

ددې تر مخه راپور ورکول شوی و چې د اسټرالیا سفارت هدف ګرځېدلی خو لا دقیق معلومات نشته چی هدف څوک وو.

ځینو سرچینو او عیني شاهدانو ویلي چې په چاودنه کې تر ۱۰ تنه زیات کسان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x