نظــر

بهرنیانو په افغانانو نښه زده کړې

دا څرګنده خبره ده چې بهرنیو ځواکونو ته د افغانانو وینه هیڅ  ارزښت نه لري، بلکې بېخې يې مباح ګڼي. او  دومره جنایات يې وکرل، چې په پای کې يې خپلې رسنۍ پرې وشرمېدې او ترې وویل شول.یوې بریتانوۍ رسنۍ د یو بريتانوي افسر له خولې ځينې واقعیتونه ويلي دي.
ریچارد ستریت فلد په خپل کتاب کې د هلمند د عام وژنې په اړه ليکي: سلګونه داسې بې ګنا افغانان چې بريتانوي ځواکونو ته به هیڅ خطر نه و، خو د دوی د تمریني زده کړو قرباني به شول.

دغه پخوانی انګلیس افسر وړاندې لیکي: کله به چې انګلیسي عسکرو خپل تمرین (په حرکت کې وژل) ترسره کاوه، نو عام خلک به يې نښانه کول.
دی ليکي: د ایساف قوماندانانو دا امر کړی و، چې هرڅوک پنډغالي ته رانږدې کېږي، ولئ يې! ځکه خو بریتانوي ځواکونو غیرنظامي وګړي وژل او وروسته به يې خپل قوماندانانو ته دروغ ويل او داسې به يې تبلیغوله چې ګواکې وژل شوي طالبان و.
د همدې کتاب له مخې چې ځينې برخې يې نن یکشنبه په لویدیځو او افغاني رسنیو کې خپرې شوې دي، ليکي چې له دوه زره شپږم تر دوه زره نهم زيږیديزکال پورې بریتانوي ځواکونو اجازه لرله چې که هرڅوک يې پنډغالي ته ورنږدې شي وه مرمۍ دې پرې و اورول شي.
له دې ښکاره برېښي چې خارجي ځواکونه د اشغالګرو غوندې راغلي او دچنګیز او انګریز غوندې يې خلک وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې غرب او انګلیس د بشري حقوقو داعیه ډنګوي او ځانونه د افغانانو مرستندوی بولي.  له  همدې راپور نه ثابتېږي چې نه لويديځ او نه اهم انګلیس  د خپلو شعارونو په وړاندې رښتیني دي، بلکې دایې د خپلو شومو موخو د ترسره کولو لپاره زرین پوښ دی. چې موږ يې په افغانستان او عراق کې په غړولو سترګو وینو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x