دیني، سیرت او تاریخ

امید لنډ ساتل

دکتور کفایت الله وردګ

په مختلفو روایاتو کې مونږ ته را ښکاره کیږي چې په د نیا کې انسان باید لکه مسافر داسې وي اوږد امید   ونه لري ، په دنیا کې ډېر زړه ونه لګوي ، له دنیا صرف د ضرورت په اندازه کار واخلي او همداسې کول هم سنت دي او که انسان خپل طبیعت ته پرېښودل شي نو هېڅکله به د دنیا له مینې ستړی نشي او نه به له اوږده امید نه ستومانه شي د حضرت ابی هریره  رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایي ما له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل چې فرمایل یې :

لاَ يَزَالُ قَلْبُ الكَبِيرِ شَابًّا فِي اثْنَتَيْنِ: فِي حُبِّ الدُّنْيَا وَطُولِ الأَمَلِ . صحیح البخاري

ترجمه : همېشه د مشر سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان وي د دنیا په مینه او اوږده امید کې .

او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  خپل ژوند مبارک هم همداسې وو چې د ژوند دومره سهولتونه ورسره وو چې صرف دی مبارک  صلی الله علیه وسلم  ورباندې ژوندی وو کله کله به یې په  شپو شپو په کور کې اور نه بلېدو او په نهره  یوه شپه تېرول خو عادي خبره وه د حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه څخه روایت دی هغه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د ژوند یو انځور مونږ ته وړاندې کوي او فرمایي:

نَامَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عَلَى حَصِيرٍ فَقَامَ وَقَدْ أَثَّرَ فِي جَنْبِهِ، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ؛ لَوِ اتَّخَذْنَا لَكَ وِطَاءً. فَقَالَ:  مَا لِي وَلِلدُّنْيَا، مَا أَنَا فِي الدُّنْيَا إِلاَّ كَرَاكِبٍ اسْتَظَلَّ تَحْتَ شَجَرَةٍ ثُمَّ رَاحَ وَتَرَكَهَا. سنن الترمذي

ترجمه : رسول الله په پوزي  باندې ویده شو بیا پاڅېدو خو پوزې د هغه په اړخ مبارک کې تاثیر کړی وو (چاپ یې پکې ناست وو)  مونږ ورته وویل : یا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  چې یوه توشک مو درته جوړه کړی وای رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : زما له دنیا سره څه کار دی زه په دنیا کې  داسې یم لکه یو مسافر چې د ونې سیوري ته دمه وکوي بیا ترې روان شي او هغه ونه په هغه ځای پریږدي .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي  او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x