fbpx

جان سوپکو: امریکا د دولتي عسکرو د تلفاتو په پټولو هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶): افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بیا رغونې د ټيم «سيګار» مشر جان سوپکو ويلي، چې امریکا د ګډ حکومت له چارواکو سره منلې، چې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات بايد خوندي پاتې شي.

سوپکو دغه پرېکړه غندلې او زیاته کړې يې ده، چې د دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې پټول د افغانستان د بيا رغونې او امنيتي سکتور په برخې کې روانې څېړنې له ستونزو سره مخ کوي.

څه موده وړاندې سيګار په خپل راپور کې د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې د دولتي عسکرو له هېښوونکې مرګ ژوبلې پرده پورته کړې وه.

د ګډ حکومت دفاع وزارت لپاره د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې خبرونه د اندېښنې وړ دي او له امریکايي چارواکو يې غوښتنه کړې، چې د افغان عسکرو په مرګ ژوبلې له څه ويلو ډډه وکړي او همدارنګه به د ګډ حکومت چارواکي د امریکايي او نورو بهرنیو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

امریکايي پوځيان او د ګډ حکومت چارواکي له پخوا د خپلو عسکرو مرګ ژوبله پټوي، خو رسنيو ته د معلوماتو له ليک کېدو وروسته حکومت هم ځينې وخت دغه خبرونه تاييدوي، خو د دفاع وزارت وياند دولت وزيري ويلي، چې دوی د خپلو عسکرو د تلفاتو خبرونه نه پټوي.

جنرال وزیري ويلي: «موږ له امریکايانو سره هوکړه کړې، چې دوی دې خپل تلفات بيانوي او موږ به خپل، موږ هېڅکله معلومات نه دي پټ کړي، کله نا کله موږ سره معلومات نه وي، خو چې معلومات تر لاسه شي له رسنيو سره يې شريکوو.»

د سيګار مشر ويلي، چې د امریکا دفاع وزارت په تېرو وختونو کې د افغان عسکرو د مرګ ژوبلې له پټولو سره مخالفت ښوولی و.

د ګډ حکومت ټول عسکري ځواک د امریکا په مرستو چلېږي او د رپوټونو له مخې د امریکایي مرستو او بيا رغونې شپېته سلنه يې پر امنيتي ځواکونو لګول کېږي.

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هغه هیواد چه اشغال شوی ، هلته دولت نه بلکه د اشغالګرو یوه اداره شتون لری د هغی اداری لاندی چه کوم پولیسی ، عسکر ی او استخباراتی قواوی کار کوی، هغو او هغه اداره دواړو ته د اشغالګرو له خوا دستور او قومانده ورکول کیږی په دومره توپیر چه عسکر بیچاره ته له څو خولو وروسته قومانده رسیږی او د غلامی اداری مشرانو ته لمړی قومانده رسیږی . د غلامانو او بادارانو عسکرو پیژندنه : دا چه د بادرانو عسکر په یوه او د غلامانو عسکر په بله سیمه کی زیږول شوی یا د بادارانو عسکر د عیسویت او… نور لوستل »