افغانستان

امنیتي مسوولين: د ټاکنو په ورځ به اووه سوه اته څلویښت ټاکنیز مرکزونه تړلي وي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاء الحق امرخېل وايي چې  د ټاکنو په ورځ به په ټول هېوادکې نوي سلنه ټاکنیز مرکزونه پرانيستي وي. امرخېل دا خبره په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړه چې پکې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي ریس مل پاسوال جنرال سالم احساس هم ګډون کړی و، جنرال سالم احساس وايی چې په ټول هېواد کې به اووه سوه اته څلویښت ټاکنیز مرکزونه تړلي وي.

نوموړي زیاته کړه: (په دې وروستیو کې دکورنیو چارو وزارت دڅيړنو له مخې د پخوانیو څلورسوه شپږنوي تړلو مرکزونو ترڅنګ درې سوه دوه پنځوس داسې نور مرکزونه دي چې د ډاډمن امنیت  دنشتوالي له امله نه شي کولي دخلکو پرمخ پرانیستي پرېښودل شي.)
له یادو مرکزونو پرته شپږ زره څلورسوه درویشت ټاکنیز مرکزونه پاتې کېږي، چې جنرال سالم احساس یې د امنیت په اړه ډاډ ښکاره کړ او ويې ويل چې د دې مرکزونو اړوند به هيڅ ستونزه نه وي.
دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د خپل خبرداري د اثبات لپاره تېره ورځ هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون عمومي دفتر  نږدې شپږ ساعته په جګړه کې وساته چې د طالب ویاند له قوله لسګونه تنه او مهم اسناد پکې له منځه تللي دي.
عام افغانان د طالبانو د خبرداري له ويرې راتلونکو ټاکنو ته زړه نازړه دي، د کابل ښار د خوشال مېنې یوتن اوسېدونکی او دکابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل دین محمد وقار وايي: چې د هېواد په پلازمېنه کې دټاکنو عمومي دفتر خوندي نه وي، نو د ولایاتو د امنیت خبربه څو ک ومني؟
نوموړی وايي چې دولتي چارواکو خلک همېشته د تلویزون په سکرین خطا کړي په داسې حال کې چې په تېرو لسو ورځو کې یواځې په کابل کې مرګوني بریدونه موږ په خپلو سترګو وليدل.
ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست ټاکنې به د نوي کال په شپاړلسمه ورځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x