دیني، سیرت او تاریخ

ښځه دي خپل ښایست خاوند ته وساتي!

لیکنه : احمدجنید مبارز

د ښځي حُسن یا ښایست باید دومره ښکاره نسي چي نارینه د هغې په عشق کي اخته سي، مطلب د خپل ښایست په ښکاره کولو دي خلګ په فتنه کي نه اچوي.!

محترمي خوري!
که د کوره څخه وزې نو په پرده کي وزه، ښادۍ، ودو، ښوونیز مرکزو ته په ساده او عادي کالو کي ځه، باید ستا پر ښایست د چا نظر ونه مُښلي، ستا ښایست دي ستا د خاوند لپاره مبارک وي.!

سعدي شیرازي صاحب وایي :
که خټي ډیري وي نو فیل هم ښویږي.
الله تعالی (ولاتفعلوا الزنا) یعني زنا مه کوئ نه دي فرمایلي بلکي (وَلاَ تَقْرَبُوْا الزِّنَا) یعني زنا ته ور نژدې کېږی لامه، ځکه چي د انسان فطرت دی که د ښایست خاوندانو ته نژدې اوسېدې نو یوه ورځ به په بدفعلي یا غیراخلاقي فساد کي هم مبتلا سي.

اوس زمانه کي که څوک یوې نجلۍ ته په دفتر کي د ځان سره کار ورکړي نو به د هغې د مجازی عشق څخه محفوظه سي؟!
نه هیڅکله نه! حتماً به د دوی دواړو ترمنځ جنسي زورونه راځي، ښه شواهد یې د اوسني نظام ډیري دفتري یا اداري کاري ځایونه دي چي هلته د پردیو نارینه او ښځو ګډه وضیفه هم سرته رسول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عالم سلیمان

کمعقل سړی په دغسې منطق سره دی. خدای تعالی ښځه او نر یو شان پیدا کړی، د ښځې او نر په اناتومي کې هیڅ فرق نشته؛ دواړه هم نر او هم ښځه یو شان غرایز لري؛ دا خو بدبخت او وحشي نارینه دي چې خپل غرایز نشی کنترول کولای. ولی هیڅکله کومه ښځه په چا لاس نه ده اچولی، ځکه چې ### ملایان هیڅکله هم نارینه نه ملامتوي . چا چې پخپل نفس کنترول و نلري حتی #######. د عبادت یو هدف دا دی چې انسان په خپل نفس حاکم شي، که چا پخپل نفس حاکم وي که ښځه ورته… نور لوستل »

نا پيژاند

جزاک الله خیر ښی نقطی ته مو نظر شوی دی

ناپیژانده

یاره عالم سلیمان صیب ډیر غټ کم عقل، ### انسان یی. نو په دا قرآن کریم کښی چی الله متعال ښځو ته په خطاب کښې وایی چی وقرن في بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى (سوره الأحزاب أيت ۳۳) یا دا چی وایی ‏‏قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا (سوره النور ۳۰- ۳۱ آیتونه) او یاهم دا چی وایی وإذا سألتموهن متاعا فاسألوهن من وراء حجاب ذلكم أطهر لقلوبكم وقلوبهن (سوره الأحزاب الايه ۵۳) په همدی ډول… نور لوستل »

عالم سلیمان

کمعقلتوب دومره عیب نه دی خو شکر وباسم چې ملا نه یم، نو تا ته به همدا بس دی چې درته ملا ووایم. ته په ځان نه یې پوه شوی یې که نه خو په حقیقت کې د حجاب احکام ستا غوندې نارینه و ته توهین دی. الله تعالی په خپل بالغه علم سره پوهیدل چې شیطان په نارینه دیر اثر کوی او د شهوت خوبونه د نارینه عقل او ایمان له منځه وړي نو همدا وجهه ده چې الله پاک ښځې ته وایې: ته ضعیفه یې او پام کوه چې زیور دی له دغه ځناور وحشیانو څخه پټ کړی.… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x