شاه ولي د ملي پولیسو یو تن زخمي کارمند:ډیر وخت مي په زړه کې را تیره شي چې خود کشي وکړم او له دې ټولو ستونزو ځان بیغمه کړم.

دولتي ځواکونه ولي ګدايي ته مجبوریږي؟

سرمقاله ــ د شاه ولي په نوم ملي پولیسو اړوند یو سرتیری وايي چې د کورنیوچارو وزارت په رسمي تشکیلاتو کې تر ۱۵ کلن خدمت او د خدمت په مهال تر زخمي کیدو وروسته اوس په داسې وضعیت کې قرار لري چې نه د اوسیدو لپاره کور او نه هم د ژوندي پاتي کیدو لپاره خواړه لري، له همدې امله مجبور شوی چې خپل فامیل له وړو ماشومانو سره یوځای د خسر کره ولیږي او په خپله ګدايي وکړي.

شاولي وايي چې د رسمي وظیفي په مهال له مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې زخمي او لومړنی علاج ېي د دفاع وزارت په اړونده روغتون کې ترسره ، خو داچې یې ټپونه ژورول نو ډاکترانو ورته د درملنې لپاره بهرته د تللو تجویز وکړ.

د نوموړي په خبره چې بهرته د لیږد لګښت یې تر منظوري وروسته د ده لوړ پوړو چارواکو غلا او دی اوس په کورکې ناست دی چې نه ېي څوک پوښتنه کوي او نه ېي دولتي ادارو ته د ورتګ په مهال څوک عریضه اخلي.

نوموړی په داسې حال کې چې د کورنیو چارو مربوط پولیسي یونفورم یې په تن و په مایوسه کوونکې لهجه وویل :
((ډیر وخت مي په زړه کې را تیره شي چې خود کشي وکړم او له دې ټولو ستونزو ځان بیغمه کړم.))

یواځې شاه ولی نه دی چې د ځان په اړه د دولتي چارواکو له بیغوري څخه شکایت لري، بلکې د هغه تر څنګ همدا تیره ورځ رسنیو د صفی الله او صبغت الله په نوم د هغو امنیتي سرتیرو ژوندۍ مرکې نشر کړي کوم چې د کندوز ولایت په لومړیو کرښو کې له الچین پول سره نیږدي اوسي او وايي چې له تیرو څلورو میاشتو راهیسې یې ټول خوراکي استحقاقات قطع شوی او یواځې ناسم دال او وچه ډوډۍ ورکول کیږي چې هغه هم د خوراک وړ نه دي.

څلور ورځې وړاندې د غور ولایت امنیتي سر تیرو هم د خوراکي توکو د نشتون له امله له کلیوالو څخه د ګدايي کولو خبرورکړی او تقریبا یوه میاشت وړاندې د کونړ ولایت څلور تنه سرحدي پولیسو په خپل مرکز کې د څښاک اوبود نه شتون له امله د پولې له بلې غاړې څخه د اوبو راوړلو په مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همدا راز د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې ۲۳ تنه امنیتي سرتیري له مخالفینو سره په جګړه کې تر وژل کیدو وروسته د امکاناتو د نشتون له امله تریوې اونې پورې د جګړې په ډګر کې پاتې وو چې وروسته یې جسدونه د سره صلیب په مرسته خپلوانو ته وسپارل شول.

امنیتي سرتیري د هیواد مهمه بشري سرمایه او خوندیتوب یې د چار واکو اساسي مسؤلیت دی ، خو دولتي چارواکي سره له دې چې له امریکا څخه د امنیتي تړون په ترڅ کې د دولتي ځواکونو د تجهیز په پلمه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ میلیونه ډالر تر لاسه کوي مګر بیا یې هم دولتي سرتیرې په ژوند کې د رسمې وظیفې په مهال ګدايي ته مجبوریږي او په وظیفه کې تر وژل کیدو وروسته یې له فامیلونو څخه د استحقاقاتو تر لاسه کولو په عوض کې د بدلمنۍ غوښتنې کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

ځکہ چی (دالله جل جلاله )نہ غیرامریکانہ یی طمعہ لرلہ نو(الله جل جلالہ)بہ دفقرسل دروازی پرور خلا سہ وی